ولسمشر ټرمپ وایي ایران له مذاکراتو پرته بل انتخاب نه لري

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران یې له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نه لري.

په همدې حال کې د امریکا پوځ په ایران باندې د بریدونو د بیا پیلولو تابیا کوي، او ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی که کوم توافق ونه شي، د ایران د رژیم په ضد به د بمونو کمپاین بیا پیل شي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا د CNBC تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د ایران مذاکره کوونکو د خبرو د دویم پړاو د «پرمخ بیولو لپاره تائیدي» اخیستې ده.

ټاکل شوې دا خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي. له ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «زه فکر نه کوم هغوی دې کوم انتخاب ولري. هغوی باید خبرې وکړي.»

ایراني مقاماتو تر دې دمه په رسمي ډول په خبرو کې د رژیم ګډون تائید کړی نه دی. پاکستان، چې د خبرو کوربه دی، هم د دویم پړاو مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړې نه ده.

له ولسمشر ټرمپ څخه د اوربند د غځولو په اړه وپوښتل شول، هغه وویل: «نه غواړم ویې کړم. موږ دومره ډېر وخت نه لرو.»

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۱) د خپل ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل چې ایران «څو ځلې» له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د مذاکراتو د دویم پړاو د پيل په اړه خوشبیني ښودلې، خو دا خبرداری یې هم ورکړی دی چې که توافق ونه شي، د اوربند موده نه غځول کېږي.

نوموړي تېره ورځ نیویارک پوست ته په مرکې کې وویل چې مرستیال یې جی ډي ونس، ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او سلاکار یې جیرد کوشنر اسلام اباد ته د خبرو لپاره ځي.

د بندۍ ایرانۍ ښځو د ازادولو غوښتنه

ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې په یو پيغام کې له ایراني مرکچي مقاماتو څخه غوښتي، چې یو شمېر هغه ایرانۍ معترضې ښځې خوشې کړي، چې د ایران د رژیم په ضد د اعتراض له کبله نیول شوې او اوس د اعدامونو له سزا سره مخامخ دي.

ولسمشر ټرمپ له ایراني مقاماتو څخه غوښتي دي چې د ښه نیت په اساس دا ښځې پرېږدي او کوم زیان ورته ونه رسوي، وايي دا به د مذاکراتو لپاره یو ښه اغاز وي.

نړیوال غبرګونونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو شارژدافیرې نتالیا بکر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحق ډار سره لېدلي.

دغه وزارت په خپل ایکس حساب کې ددغه ملاقات تصویرونه خپاره کړي او ویلي دي، چې ښاغلي ډار ټېنګار کړی چې متحده ایالتونه او ایران دواړه باید د اوربند په غځولو فکر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي چې په اسلام اباد کې د چین سفیر هم له اسحق ډار سره لیدلي او د خپل هېواد د حمایت پیغام یې ورسولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د چین سفیر زایدونګ ویلي دي چې هېواد یې په سیمې کې او د سیمې څخه د باندې د سولې او ثبات لپاره د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو په تسهیل کې د پاکستان هڅې ستایي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول له ایران څخه غوښتي دي، چې له امریکا سره «رغوونکي مذاکرات» وکړي. هغه ویلي دي: «ایران اوس باید د خپلو خلکو لپاره د [امریکایانو] وړاندیز ومني.»

د خبرو د بیا پیل او اوربند د ختمېدو په درشل کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې متحدو ایالتونو او اسرائیل له ایران څخه ورپېښ ګواښ ختم کړی دی. نتنیاهو، چې په بیت المقدس کې د اسرائیل د یاد په ورځ خبرې کولې، وویل چې چې ایران د اتومي وسلو جوړولو ته نژدې وو.

د هرمز تنګی اوس هم محاصر دی

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې د تنګي محاصره لا هم روانه ده او دوی د عرب په بحیرې کې پوځي ګزمې کوي.

په یو تازه خبر کې سنټکام ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې د عرب په بحیرې کې یې یوه بله بېړۍ، چې د ایران بیرغ پرې ځړېدلی و، هم نیولې ده. دا بېړۍ تيفاني نومېږي او له کوم مزاحمت پرته درول شوې ده.

راپورونه وايي چې بېړۍ دوه میلیون بېرل خام تیل انتقالولای شي.

دوی تېره ورځ هم یوه بله بېړۍ، چې د ایران بیرغ پرې ځړېدلی و، درولې وه. سنټکام ویلي وو چې بېړۍ د ایران بندر عباس ته روانه وه.

سنټکام وايي د محاصرې له پيل راهېسې یې شاوخوا ۲۷ بېړیو سره د محاصرې په اړه خبرې کړې او هغوی یې د ایران بندرونو ته له تګ راتګ څخه منع کړې او هغوی هم د دوی لارښوونې منلې دي.