د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د هوايي بریدونو له پیل څخه اووه اوونۍ تېرې شوې دي، او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ محدود کېدو د تېلو، سرې او نورو مهمو توکو بیې لوړې کړې دي. د عرضې کمښت نورې اغېزې هم رامنځته کړي، لکه د کرنې تولید ته ګواښ.
موټر چلوونکي د تېلو لپاره زیاتې پیسې ورکوي، بزګران ښايي د کر لپاره اړینه سره ترلاسه نه کړي، او د چپ جوړولو فابریکې د اوبنل ګازو د بیو له لوړوالي سره مخ دي، دا ټول د نږدې دوو میاشتو جګړې او د هرمز مهم تنګي د بندېدو پایلې دي.
د جرمني د کانسورس بانک د بازار موندنې مشر شنونکی یوخن شتانزل وایي، چې د جګړې له پیل مخکې د ځینو مهمو توکو زیرمې جوړې شوې وې، خو که جګړه اوږده شي، ستونزې به زیاتې شي.
“اوس وضعیت جدي کېږي. موږ ښايي دوه میاشتې د هرمز تنګي له بندېدو سره مقابله وکړو، خو که درې یا څلور میاشتې وغځېږي، نو د اوبلن ګازو، کیروسین، سون موادو او حتی سرې په برخه کې به جدي بحران رامنځته شي.”
حتی که جګړه ژر پای ته ورسېږي، بیې به ژر راکمې نه شي، ځکه چې صادرات به وخت ونیسي چې بېرته عادي شي او عرضه به ورو ورو نړیوال بازار ته ورسېږي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وایي، تمه لري چې د امریکا د تېلو بیې به د روان کال تر پای یا راتلونکي کال کې د جګړې مخکې کچې ته راښکته شي.
“بیې ښايي خپل لوړ حد ته رسېدلې وي او اوس به راټیټېږي. د دې جګړې له پای سره به خامخا د انرژۍ بیې راکمې شي.”
د تېلو نړیوالې بیې اوس د جګړې څخه د مخکې وخت په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه لوړې دي، او بازارونه د سولې د خبرو یا د جګړې د پراخېدو د خبرونو سره په چټک بدلون کې دي.
فورم \ دبحث خونه