ټرمپ ایران سره د خبرو په تړاو: هغوی مذاکرات غواړي، خبرې جریان لري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران غواړي مذاکرات وکړي او اوسمهال له هغه هیواد سره خبرې جریان لري.

نوموړي د جمعې په ماښام (اکتوبر ۳۰) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال د ایران سره د مذاکراتو په اړه وویل چې اوسمهال مذکرات روان دي.

ولسمشر ټرمپ وویل:" خبرې روانې دي. هغوی غواړي خبرې وکړي. هغوی خبرو ته دوام ورکوي... ښکاره وایم، موږ وخت لرو."

ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو په دوام وویل چې ایران اوسمهال خپلو سرتیرو او پولیسو ته تنخا نشي ورکولی او ګڼ مشکلات لري.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې تر دې وړاندې وال ستریت ژورنال راپور ورکړی وو چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال برد کوپر د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ ته پر ایران د احتمالي نظامي بریدونو په اړه مختلفې طرحې وړاندې کړي دي.

سپینې ماڼۍ تر دې یوه ورځ وړاندې امریکا غږ ته ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ ټول اختیارونه ساتلي دي چې ډاډ ترلاسه شي ایران هیڅ وخت ونشي کړای اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.

بلخوا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ماښام په فلوریډا ایالت کې د یوې انتخاباتي غونډې پرمهال د ایران په وړاندې د امریکا نظامي عملیاتو ته په اشارې وویل چې متحدو ایالتونو د هغه هیواد د اټومي توان ګواښ له منځه یوړو او ټولې ۱۵۹ نظامي کښتۍ او په سل ګونه الوتکې یې ورته له منځه یوړې.

ولسمشر ټرمپ د ایران په وړاندې د امریکا نظامي عملیاتو ته په اشارې وویل:"پوهیږئ، په ټولو کارونو سره چې مو کړي دي، د اټومي ګواښ وړتیا مو د ایران څخه اخیستې ده."

ټرمپ، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل چې اوسمهال له دې تنګي څخه د جګړې مخکې مودې په پرتله ډیر نفت تیریږي.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې ایران سره د مذاکراتو خبره کړې ده چې تر دې وړاندې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره د منځګړو هیوادونو د هڅو راپورونه ورکړل شوي دي.

خو د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په خپل ایکس پانه لیکلي دي چې پر مختګ یوازې هغه مهال امکان لري چې د تهران اوه شرطونه ومنل شی.