د امریکا د الاباما ایالت هغه نجلۍ چې د داعش سره د یو ځاې کیدو لپاره سوریې ته تللې وه او اوس وایي چې په خپلې پریکړې پښیمانه ده, غواړي د خپل زوی سره بیرته امریکا ته راشي
د امریکا د بهرنو چارو وزرات د فرورۍ په ٢٠ وویل چې د الاباما دغه نجلۍ چې هدی متهانه نومیږي او سوریې ته د داعش په ډلې کې د شمولیت لپاره تللې وه، هغې ته به بیرته امریکا ته د راتگ اجازه ور نکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر ولیکل چې هغه د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو ته ویلي و چې دغه نجلۍ ته بیرته امریکا ته د داخلیدو اجازه ور نکړي.
مایک پمپیو د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هدی ته به بیرته امریکا ته د داخلیدو اجازه ورنکړي ځکه چې هغه د امریکا تابعیت نه لري.
د هدی وکیل بیا وایي چې هغه د امریکا تبع ده او د ځینو قانوني پیچلې مسایلو له کبله داسې ویل کیږي چې گونې هغه امریکایۍ نه ده.
هدی چې اوس ٢۴ کلنه ده، د الابامه نه سوریې ته تللې وه او هلته یې زوې هم شویدی. هغه اوس وایي چې د داعش د ډلې سره په یو ځای کیدو پښیمانه ده او غواړي چې خپل ماشوم ته ښه ژوند ورکړي