د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د داعش دختمولو لپاره تازه عملیات


د موصل پوهنتون ودانۍ دداعش سره په جگړه کې ورانه ویجاړه شویده؛ عراق، موصل، د ٢٠١٧ کال د جنوري ٣٠ مه.
د موصل پوهنتون ودانۍ دداعش سره په جگړه کې ورانه ویجاړه شویده؛ عراق، موصل، د ٢٠١٧ کال د جنوري ٣٠ مه.

رپوټونه وايي داعش لاهم د سوریې په ختیځو سیمو کې حاکمیت لري او د یو اټکل له مخې ېې د جگړه مارانو شمیر تر دری زرو پورې رسېږي

د امریکا په ملاتړ د سوریې دموکراتیکو ځواکونو وویل دوی د داعش پر وړاندې تهاجمی برید پیل کړیدی چی د سورېې په ختیځ کې هغه اخري سیمه ترینه پاکه کړی چی په کتنرول کې ېې پاتې ده.

د امریکا په مشرۍ ځواکونو نن یکشنبې د سوریې په ختیځ کې د داعش د خلافت د آخري کلي د نیولو لپاره برید پیل کړیدی.

د امریکا په ملاتړ د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل "چې په سوریې کې د جهادیانو د آخري کلي په لور مخ په وړاندې روان دي. د الباغوز فوقاني کلی د داعش وروستی سنگر دی او ډیر ژر به تصفیه شي."

په سوریه کې دداعش وروستي سنگرونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف هوایي بریدونه ېې ملاتړ کوي د باغوز او د عراق سره په پولې باندې د داعش په وړاندې جنگیږي. دغو ځواکونو او په بریتانیې کې میشت د سوریې د بشري حقونو لپاره څارونکې ډلې تخمین کړی چې په سیمه کې د داعش شاوخوا درې زره داسی وسلوال شته چې اکثره یې بهرنیان دي. دغه څارونکې ډله دا هم ویلي چې په دې سیمه کې څو سوه ملکیان هم ژوند کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرکال د ډېسمبر په میاشت کې وویل چې امریکایي سرتیري به له سوریې وباسي. د دې پرېکړې منتقدین وايي، دا کار به په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې د بیا انسجام او راټولېدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG