ټرمپ د دولتي حاکمیت د پراخیدو په اړه د عراق د لومړي وزیر د هڅو ملاتړ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي له هغو هڅو چې په ټول هیواد کې د حکومتي حاکمیت د پراخیدو هڅه کوي، ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (نومبر ۲۷) د ټروت سوشل پر شبکې کې لیکلي چې د تیلو د قاچاق د مخنیوي، د فساد د پای ته رسولو او د حکومت تر کنټرول لاندې د ټولو وسلو د راوستلو په اړه د عراق د لومړي وزیر الزیدي د هڅو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې الزیدي د یو داسې متحد، پرمختللي او ځواکمن عراق د جوړولو لپاره هڅې کوي چې په خپلواکه توګه خپلې سیاسي پریکړې وکړي او واشنګټن د دې هڅو ملاتړ کوي.

د عراق لومړي وزیر د سه‌شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) د هغه هیواد د نفت وزارت او د سرحدي پولو د کنټرول ادارې ته امر وکړ څو د کردستان په واک کې په شته سیمو کې د نفتي میدانونو او سرحدي پولو کنټرول په لاس کې واخلي.

خو د عراق د کردستان سیمې لومړي وزیر، مسرور بارزاني، ویلي چې د مرکزي حکومت دا پرېکړه "په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده."

الزيدي د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د دریو متحدو کردي پارلماني بلاکونو له استازو سره په غونډه کې وویل د عراق پوځ چې د بیلابیلو توکمیزو ډلو غړي پکې دي په سرحدي سیمو کې به ځای پر ځای شي او پوځیان به دننه په ښارونو کې وي.

د عراق سترې محکمې هم د چهارشنبې په ورځ د کردستان د نیمه خپلواکې سیمې په ګډون، د هغه هیواد په ټولو نړیوالو پولو کې د فدرالي ځواکونو د ځای پرځای کیدو هوکړه وکړه.