ټرمپ: هرمز تنګی له ماینونو پاک شوی دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د امریکا بحري ځواکونو، د هرمز تنګي په نړیوالو اوبو کې ټول ماینونه لري کړي یا یې چولي دي.

ولسمشر د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۵) د تروت سوشل په یوه بل پیغام کې لیکلي، ایران ته خبر ورکړل شوی هره کښتۍ چې د نورو ماینونو د ایښودلو هڅه وکړي ډیر ژر او په سیستماتیک ډول به له منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د فضایي ځواک، په مرسته، د هرمز تنګي په هر انچ څار لري. ټرمپ ویلي دي چې د ماین د ایښودلو په برخې کې هیڅ زغم نشته.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په زرګونو امریکایي پوځیان او د یاد هیواد شاوخوا شل جنګي کښتۍ په سیمه کې دي چې نه یوازې سمندري محاصره یې ټینګه کړې بلکې تجارتي کښتیو ته د تګ راتګ لارښونې کوي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ، یا سنټکام، ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د محاصرې د پلي کولو لپاره د ۷۱ سوداګریزو کښتیو لاره بدله کړې، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوه نورو ته ختلي چې وګوري ایا د هغوی (امریکا) لارښونه یې عملي کړي که نه.

سنټکام ویلي دي چې له ۴۰ څخه زیاتو هغو کښتیو ته چې بشري مرستې یې لېږدولې، د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.

په ورته وخت کې، ایران ادعا کوي چې د هرمز تنګی کنټرولوي او د هغوی له اجازې پرته هیڅ کښتۍ له دې ستراتیژیکې سمندري لارې څخه تېرېدلی نشي.