د پاکستان د پوځ مشر، سید عاصم منیر، او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته د سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ په وینا، په خبرو کې پر څو مهمو موضوعګانو بحث وشو.
پدې کې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د شخړې د ژر پای ته رسولو لارې شاملې وې.
د پاکستان پلاوي د سیمې د سولې او امنیت په اړه هم خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د ایران له ولسمشر سره خبرې مثبتې او رغنده وې.
نقوي وویل، ولسمشر پزشکیان د ایران دریځ او اندېښنې په ښکاره ډول بیان کړې.
هغه زیاته کړه چې دواړو لورو پر هغو ګامونو خبرې وکړې چې د اسلاماباد د تفاهملیک د بیا فعالولو لپاره یې باید پورته کړي، څو په دې توګه د شخړې لپاره یو هر اړخیز حل ته زمینه برابره شي.
د پاکستان د چارواکو په وینا د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته له سفر مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم خبرې کړې وې.
د ځینو رپوټونو پر بنسټ د هرمز تنګی د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دی.
دا تنګی د نړۍ د انرژۍ او تېلو د لېږد لپاره یوه ډېره مهمه لاره ده.
پاکستان وايي، د تهران وروستۍ خبرې یو مثبت ګام و. پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.
خو لا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ مهم اختلافات شته.
دا لا روښانه نه ده چې د پاکستان د منځګړیتوب دغه هڅې به د امریکا او ایران ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي که نه.
فورم \ دبحث خونه