ولسمشر ټرمپ پر ایران د سخت برید ګواښ وکړ

په اردن کې پر امریکایي ځواکونو د ایران د رژیم د توغندیو وارورلو وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې متحده ایالات به پر ایران سخت ګوزار وکړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا سنټکام ویلي دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب په یوه ناڅاپي اقدام کې په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو څو بالستیک مزایل توغولي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهار شنبې (جولای ۲۹) له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي( موږ به پر هغوی سخت ګزار وکړو.)

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې امریکایي ځواکونو په بریالي ډول دغه توغندي شنډ کړي دي.

ولسمشر ترمپ په داسې حال کې ایران ته دغه خبرداری ورکوي چې امریکا او سعودي په عراق کې د ایران سره په تړلو ٬ترهګرو ډلو باندې د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.

دا مطلب هم ولولئ

عراق کې د امریکا او سعودي په ګډو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ملیشې وژل شوي

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې په دغو بریدونو کې هغه ډلې په نښه شوي چې د ایران د سپاه پاسداران په لارښونه یې په امریکایي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ په تاسیساتو بریدونه کول.

د حشد الشعبي په نامه ډلي ویلي دي چې د امریکا او د سعودي عربستان د بریدونو په نتیجه کې د هغوی شل غړي وژل شوي او څه باندې ډیرش نور ټپیان دي.

په بل خبر کې د متحدو ایالتونو حکومت د ایران اړوند د نورو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ. د امریکا د خزانې وزارت په وینا په دغو بندیزونو کې د لس شرکتونو اته ټانکرونه په نښه شوي دي.