د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي چې د سعودي عربستان د وسله والو ځواکونو سره په ګډه یې سه شنبه جولای ۲۸ مه په عراق کې د ایران سره تړلو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې هوایي بمبارۍ کړیدي.
د سنټکام په اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې ویل شوي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو ( د ایران پوځ) همدې " ترهګرو ډلو " ته لارښوونه کوي چې په امریکایي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ په سکتورونه بریدونه وکړي.
په اعلامیې کې راغلي چې امریکا او د سعودي عربستان جنګي جیټ الوتکو د عراق په شمال کې د ترهګرو ګڼ شمیر لوژستیکي او د وسلو مرکزونه په نښه کړیدي.
په عراق کې په شعیه ملیشو باندې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، د متحده ایالاتو او سعودي عربستان په ګډو هوایي بریدونو کې د دې ملیشو لږ تر لږه ۲۰ غړي وژل شویدي.
په عین حال کې په عراق کې مشهور شعیه مذهبي مشر مقتدی صدر د سپاه پاسداران او د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ملیشو غوښتي چې د عراق له خاورې دې په نورو هیوادونو د بریدونو کولو لپاره کار نه اخلي.
د رویټرز خبري اژانس د صدر له قوله لیکلي، " یاغی ملیشې باید زموږ وروڼو ته په خلیج هېوادونو کې پلمه ورنکړی چې زموږ مقدسه خاوره هدف وګرځوی."
دې بریدونو ته په غبرګون کې د عراق صدراعظم سعودي عربستان ته خپل پلان شوی سفر ته ځنډولی چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ یې کړی وی.
د صدراعظم علي الزیدی دفتر کې یوه لوړپوړی سرچینې CNN ته وویل چې سفر "د نن ورځې د پیښو په رڼا کې" ځنډول شوی.
په اعلامیې کې راغلي چې دا بریدونه په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په لارښوونه د شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د بریدونو په غبرګون کې شویدي.
سنټکام ویلي چې په امریکایي ځواکونو دا "بې دلیله" بریدونه بریالي نه و.
په اعلامیې کې راغلي چې په عراق کې د ایران سره تړلو همدې ترهګرو ملیشو د روان میلادي کال د اپریل میاشتې راهیسې د امریکایي اتباعو او تاسیساتو پر ضد څه د پاسه ۶۰۰ بریدونو کوښښ کړی.
د سنټکام په اعلامیې کې د سپاه پاسدارن انقلاب قول اردو او د هغوي د ترهګرو اجیرو ډلو څخه غوښتل شوي چې که د متحده ایالاتو د نظامي ځواب څخه بچ کیدل غواړي، باید چې نور دا ډول بریدونه ونکړي.
سعودي عربستان د امریکایي ځواکونو سره داسې مهال په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه په برخمنو ملیشو دا بریدونه کوي چې تیره اوونۍ په یمن کې حوثي یاغیانو هم چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په سرې بحیرې کې د سعودي عربستان په کښتیو د برید کولو ګواښ کړی و.
د حوثیانو دې ګواښ په غبرګون کې متحده ایالتونو وویل چې د سعودي عربستان د کښتیو پر مخ د سره سمندرګي د تړلو په اړه د حوثیانو ګواښ غندي.
واشنګټن په ډاګه کړې چې د سوداګریزو کښتو خوندیتوب لپاره به د "هر ډول لازم اقدام" څخه کار واخلي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د سه شنبې په ورځ [جولای ۲۱مه] امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالتونه به د سعودي عربستان، نورو شریکانو او نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر ضد ګواښونه ونه زغمي.
حوثیان د متحده ایالتونو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوي. دوي د کافي ډیرې مودې راهیسې په یمن کې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ضد چې د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمې هیوادونه یې ملاتړ کوي، وسله واله جګړه کوي.
فورم \ دبحث خونه