د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د شخړو د ختمولو په موخه د رواندا او دیموکراتیک کانګو د جمهوریت له مشرانو سره د سولې د تړون د لاسليکولو کوربهتوب کوي.
ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ نن د پنجشنبې په ورځ د سولې د یو تړون د لاسليکولو په موخه د ديموکراتيک کانګو جمهوريت (DRC) او رواندا د مشرانو کوربهتوب وکړي، هغه تړون چې هدف یې د افريقا د سترو جهیلونو (ګریت لېکس) په سيمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهالې شخړې پای ته رسول دي.
ټرمپ به د ديموکراتيک کانګو جمهوريت له ولسمشر فېليکس تشيسېکېدي او د رواندا له ولسمشر (پال کاګا مې) سره درې اړخيزه غونډه وکړي، چې وروسته به د سولې تړون د لاسليکولو مراسم ترسره شي.
سږکال دې شخړې، چې د ديموکراتيک کانګو جمهوريت په ختيځ کې متمرکزه ده، هغه مهال زور ونیو چې د (ام ۲۳) په نوم وسلهوالې ډلې چې کينشاسا ادعا کوي رواندا يې ملاتړ کوي، د ګوما ستر ښار ونیو. دا اقدام د ملګرو ملتونو، امريکا او افريقايي اتحاديې له لوري وغندل شو.
د (ام ۲۳) په نوم ډله په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوه. د فرانسې د حکومت په ملاتړ، په کانګو کې د فرانسوي ژبې مشران، پر رواندا تور لګوي چې د (ام ۲۳) د ملاتړ لپاره يې خپل ځواکونه د کانګو خاوره کې ځای پر ځای کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو يو رپوټ چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې خپور شو، ادعا کوي چې د رواندا ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې حکومتي ځواکونه د کانګو ختيځ ګاونډیو سيمو ته لېږل شوي دي. رواندا بيا هلته د ځواکونو د لېږلو او د وسلهوالو د ملاتړ ادعا رد کړې ده.
سره له دې چې د امريکا په منځګړيتوب د روان کال په جون کې د ديموکراتيک کانګو جمهوريت او رواندا د سولې تړون لاسليک شوی دی، د ديموکراتيک کانګو حکومت او ام ۲۳ وسلهوالو په دې وروستيو کې يو پر بل د اوربند د سرغړونو تورونه هم لګولي دي.
امريکا دغه تړون، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا لاسليک شوی، د کانګو، رواندا او د افريقا د سترو جهیلونو (ګریت لیکس) د سیمې لپاره د پراخې سولې او هوساينې په لور تاريخي پړاو وباله.
تړون دواړه هېوادونه اړ باسي چې د نورو شرطونو تر څنګ د يو بل حاکميت، سيمه اییزې بشپړتيا او ملي يووالي درناوی وکړي، د شخړو د سولهييز حل لپاره ژمن پاتې شي، د کډوالو خوندي، داوطلبانه او باعزته بېرته ستنېدلو ته لاره هواره کړي، او د بشري مرستو د رسولو لپاره لازم شرایط برابر کړي.