ایران رژیم ته د ټرمپ خبرداری: ښايي ستاسو تمدن نن شپه له منځه یوړل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی چې ښايي د هغوی تمدن په راتلونکو ساعتونو کې “له منځه ولاړ شي”، ځکه چې داسې هېڅ نښې نښانې نه ترسترګو کیږي، چې دوی به د ولسمشر ټرمپ له خوا د سې شنبې د وروستۍ ټاکل شوې نېټې تر رسېدو مخکې هغه تړون ومني چې د دوی د ناوړه فعالیتونو د بندولو او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د بهیر د بیا پیلیدو لپاره وړاندې شوی و.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې ولیکل: “یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي، او بیا به هېڅکله بېرته را ونه ګرځي. زه نه غواړم دا پېښه رامنځته شي، خو ښايي همداسې وشي.”

یوه ورځ مخکې، ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم د واشنګټن پر وخت د سې شنبې تر ماښام ۸ بجو پورې وخت لري چې د هغه غوښتنې ومني. ټرمپ دا هم وویل چې داسې ښکاري ایران په رښتیني نیت خبرې اترې وکړي.

خو ولسمشرټرمپ په خپل پوسټ کې چې د تړون د احتمال په اړه یې ډېر یو بدبینانه نظر وړاندې کړی و، وویل چې ایران لا دمخه “د رژیم بشپړ بدلون” لیدلی، چې په کې “بېلابېل، هوښیار او کمتره افراطي فکرونه ځواکمن دي.”

د رژیم ډېری پخواني مشران د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو په لومړیو پړاوونو کې چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي وو له منځه یوړل شول.

د ایران رژیم د سې شنبې په ورځ هم خپل سرغړوونکي دریځ ته دوام ورکړ او داسې هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي چې د امریکا وروستۍ غوښتنه ومني.

ولسمشر ټرمپ ولیکل: “کېدای شي یو انقلابي او په زړه پورې څه پېښ شي، څوک پوهېږي؟ موږ به نن شپه پوه شو. دا به د نړۍ په اوږد او پېچلي تاریخ کې له تر ټولو مهمو شیبو څخه یوه وي. ۴۷ کلن زور او جبر، فساد او مرګ به بالاخره پای ته ورسېږي. خدای دې د ایران عظیم ولس ته برکت ور په برخه کړي!”

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د سې شنبې په ورځ د هنګري د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې امریکا به د خپلې وروستۍ غوښتنې په اړه د ټاکلې نېټې تر پای پورې د ایران ځواب ترلاسه کړي، “که مثبت وي او که منفي.”

ونس وویل:“هیله لرم چې دوی سمه پرېکړه وکړي، ځکه موږ یوه داسې نړۍ غواړو چې تېل او ګاز په ازاد ډول په کې وبهیږي، خلک وکولای شي خپل کورونه تاوده او ساړه وساتي، او خلک وکولای شي خپل کار ته تګ راتګ وکړي. دا به ممکنه نه وي که ایران په اقتصادي ترهګرۍ کې ښکېل واوسي.”

ونس دا هم وویل چې امریکا “هغه وسایل لري چې تر اوسه یې د کارولو پرېکړه نه ده کړې.”
هغه زیاته کړه: “د امریکا ولسمشر کولی شي پرېکړه وکړي چې دا وسایل وکاروي، او که ایران خپل چلند بدل نه کړي، نو هغه به دا پرېکړه وکړي.”