د ټرمپ خبرداری:  د روسیې او اوکراین جګړه په درېیمې نړیوالې جګړې بدلېدای شي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ

په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل کې هره اونۍ لسګونه زره کسان، چې اکثریت یې سرتېري دي وژل کېږي، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې دا جګړه په درېیمې نړیوالې جګړې بدلېدای شي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د مصنوعي ځېرکتیا د مقرراتو د اجرايي فرمان د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل: «دا ډول مسائیل په درېیمې نړیوالې جګړې ختمېدای شي. دا خبره مې هغه بله ورځ وکړه. ما وویل، پوهېږئ [که] هر څوک دا ډول لوبې کوي، نهایتآ درېیمې نړیوالې جګړې کې به ښکېل شئ. او موږ یې نه غواړو چې وشي.»

په دې وروستیو اونیو کې متحدو ایالتونو د اوکراین لپاره د سولې د ۲۸-مادو پلان وړاندې کړ چې د جګړې د دخېلو غاړو ترمنځ اختلافات کم کړي.

د سولې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د اوکراین د ملي امنیت چارواکو تېره اونۍ د امریکا د میامي په ښار کې په دې پلان خبرې وکړې.

ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جرید کوشنر هم تېره اونۍ مسکو ته ولاړل چې د ولسمشر پوتین په ګډون له روسي چارواکو سره وغږېږي. خو په دې اړه د کوم خاص پرمختګ په اړه راپور ورکړل شوی نه دی.

ټرمپ تېره ورځ وویل: «ما فکر کاوه چې له روسیې سره یوې معاملې ته ډېر نژدې یو. ما فکر کاوه چې له اوکراین سره یوې معاملې ته ډېر نژدې یو. په حقیقت کې له ولسمشر زیلینسکي پرته د هغه خلک د معاملې مفهموم خوښوي.»

هغه وویل چې د شنبې په ورځ به د اوکراین د جګړې د ختمېدو د هڅو په اړه په اروپا کې یوه غونډه وشي او امریکا ته هم په غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل: «هغوی له ما غواړي چې ګډون وکړم، له موږ غواړي چې ګډون وکړو، که موږ فکر وکړ چې یو ښه فرصت دی، د شنبې په ورځ به په اروپا کې په غونډې کې ګډون وکړو. موږ نه غواړو چې دېر وخت ضایع کړو... موږ غواړو چې حل یې کړو؛ موږ غواړو چې ډېر ژوندونه وژغورو.»

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د جګړې ختمولو په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره له اوکراین سره د امریکا په مرستې ټېنګار وکړ: «موږ به په امنیت کې مرسته وکړ، ځکه چې د دې کار د ترسره کولو لپاره دا یو مهم فکتور دی.»

ولسمشر ټرمپ همدا اونۍ وویل چې روسیه دا مهال د خپل ګاونډي اوکراین باندې «برلاسې» ده، خو په عین وخت کې یې د اوکراین د خلکو «زړورتیا» هم وستایله.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، چې له هغه وخت راهېسې په دغې جګړې کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.