د امریکا ځانګړی استازی سټیو وټکاف نن د سهشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د امریکا د نوې هڅې په چوکاټ کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ولیدل.
د امریکا استازي سټيو ويټکاف نن د سهشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل، چې دا د امریکا د نوو هڅو برخه ده څو د روسیې جګړه په اوکراین کې پای ته ورسوي.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، جیرېد کوشنر، هم په دغو خبرو کې ګډون درلود چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر نوي او اصلاح شوي پلان چې د امریکا له خوا جوړ شوی تمرکز لري.
دا جګړه هغه وخت پیل شوه کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین بشپړ یرغل وکړ.
روسي رسنیو د دې لیدنې یو عکس خپور کړی چې پکې د کریملین سلاکار یوري اوشاکوف او د کریملین استازی کیریل ديميترییف هم لیدل کېږي.
د خبرو تر پیل یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ خبریالانو ته وویل چې د ټرمپ حکومت د سولې تړون ته د دواړو لوریو د رسېدو په تړاو “ډېره خوشبینه” ده.
تېرې اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په میامي کې له اوکرایني چارواکو سره خبرې وکړې. هغه دغه خبرې “ګټورې” وبللې، خو زیاته یې کړه چې "لا هم ډېر کار پرځای پاتې دی چې باید وشي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې لیویټ د وروستیو دیپلوماټیکو هڅو په اړه وویل:
"دا د تگ راتگ ډیپلوماسي ده چې تاسو یي د دې ادارې له لوري وینئ چې موږ په مساوي توګه له دواړو لوریو سره خبرې کوو,"
د امریکا له لوري د جګړې د پای پلان د نومبر په ۲۳مه په جینیوا کې د امریکا او اوکراین د چارواکو تر لیدنې وروسته "نوی او اصلاح" شوی دی. د پلان مشخص جزئیات لا ټولو سره په عامو خبري رسنیو کې شریک شوي ندي.
تېره اونۍ قرغزستان ته د سفر پر مهال، ولسمشر پوتین وویل چې د امریکا له خوا طرحه شوی چوکاټ کولی شي (د راتلونکو موافقو دپاره یو بنسټ) جوړ کړي.
خو پوتین همداراز ټینګار وکړ چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې "اوکرایني ځواکونه د هغو سیمو څخه ووځي چې دوی نیولي دي".
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د سهشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې کې ولیکل:
"موږ د حقیقي سولې او تضمین شوي امنیت د ترلاسه کولو لپاره ژمن یو. دا د داسې کچې ژمنتیا ده چې باید د روسیې له لوري هم تامین شي، او دا کار یوازې زموږ د متحدینو په مرستې ترسره کېدای شي."
د سهشنبې په ورځ آیرلنډ ته د سفر پر مهال، د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي وویل:
"اوس تر بل هر وخت څخه ډېر د دې جګړې د پای ته رسېدو چانس شته."
هغه زیاته کړه:
"تر هغه څه چې ما لیدلي، امریکا جدي ګامونه اخلي چې جګړه په یوه یا بله طریقه پای ته ورسوي.
او زموږ دنده، چې زه ډاډه یم دا په اروپا کې د ټولو زموږ ګډه دنده ده، دا ده چې په ریښتوني توګه دا جګړه پای ته ورسوو، نه دا چې په جګړه کې یوازې موقتي وقفه راولو. "
فورم \ دبحث خونه