ټرمپ: امریکا د ایران او بلې هرې احتمالي جګړې لپاره بې شميره مهمات لري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ په ایران کې د نظامي عملیاتو لپاره د مهماتو د کموالي په اړه د یو شمېر راپورونو په ردولو سره ویلي چې امریکا بې شمېره مهمات لري.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر دریمه) په خپل تروت سوشل په هغو کسانو او رسنیو چې د امریکا د مهماتو د کموالي په اړه راپورونه ورکړي په کلکه انتقاد کړي او هغوی یې (خاینان) بللي دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې امریکا د ایران او یا هم بلې جګړې لپاره چې (احتمال یې ډیر کم دی) خورا زیات مهمات لري.

هغه زیاته کړې چې متحده ایالات په داسې اندازه مهمات تولیدوي چې تر دې وړاندې لیدل شوي ندي:"موږ د هر احتمال لپاره چې ممکن رامنځ ته شي، د [مهماتو] د زیرمه کولو او چمتو کولو په حال کې یو."

ولسمشر ټرمپ ویلي چې دغه مهمات پر نورو د پلور پر ځای د متحدو ایالتونو لپاره دي خو هغه زیاته کړې ده چې ډیر ژر به پر متحدینو د (مهماتو) پلورل بیا پیل شي.

تر دې څرګندونو مخکې، ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې په ماښام له یو شمیر خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي وو چې واشنګټن پر ایراني اهدافو د نورو بریدونو د ترسره کیدو لپاره چمتو دی.

ولسمشر ترمپ وویل، په وروستیو بریدونو کې د ایران هغه تجهیزات په نښه شوي چې یاد هیواد ېې د رغولو او سمبالولو په حال کې وو.

ولسمشر ټرمپ وویل:"موږ تېره شپه پر هغوی ډېر سخت برید وکړ. موږ هغه ټول نوي تجهیزات له منځه یوړل چې هغوی د هرمز تنګي په اوږدو کې د جوړولو هڅه کوله... د تیرې شپې برید ډیر سخت و، او موږ چمتو یو، هر وخت چې وغواړو، یو بل برید هم وکړو."

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سنټکام اعلان کړی چې د سه شنبې په بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي شبکې په نښه کړي دي.