ټرمپ: چمتو یو پر ایران نور بریدونه وکړو

ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو ولسمشر

په تیرو څو ورځو کې پر یو شمیر ایراني اهدافو تر بریدونو وروسته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې واشنګټن پر ایراني اهدافو د نورو بریدونو د ترسره کیدو لپاره هم چمتو دی.

ولسمشر ټرمپ چې د چهار شنبې په ورځ (سپټمبر دریمه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، په وروستیو بریدونو کې د ایران هغه تجهیزات په نښه شوي و چې یاد هیواد یې د بیارغیدو او جوړیدو په حال کې وو.

ولسمشر ټرمپ وویل:"موږ تېره شپه پر هغوی ډېر سخت برید وکړ. موږ هغه ټول نوي تجهیزات له منځه یوړل چې هغوی د هرمز تنګي په اوږدو کې، جوړولو هڅه یې کوله... د تیرې شپې برید ډیر سخت و، او موږ چمتو یو، هر وخت چې وغواړو، یو بل برید هم وکړو."

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سنټکام اعلان کړی دی چې د سه شنبې په بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د یاد هیواد درې نظامي پیلوټان وژل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې ناوخته، په سپینه ماڼۍ کې د جمهوري غوښتونکو په یوې میلمستیا کې، د جګړې د وزیر پیټ هګسیت په مشرۍ پر ایران د وروستیو بریدونو له امله د امریکایي ځواکونو څخه مننه وکړه.

ولسمشر ټرمپ وویل:"موږ د ایران په اړه ډیر ښه پرمخ روان یو – او غواړو له پیت هګسیت او ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې فعالیت کوي، مننه وکړو. غوره کار یې وکړو."

ولسمشر ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات د هرمز پر تنګي کنټرول لري.

په ورته وخت کې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ په خپله ایکس پاڼه ددغې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا سمندري ځواکونه به د ایران د آبي بنادرو محاصرې ته دوام ورکړي.

بلخوا ایران ادعا کړې ده چې هرمز تنګی کنټرولوي او هیڅ کښتۍ نشي کولی چې د هغوی له اجازې پرته له دې ستراتیژیکې لارې څخه تیره شي. ایراني چارواکو ویلي دي چې د امریکا هر برید ته به ځواب ووایي.