ټرمپ د سعودي ، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون هرکلی وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د اګست ۱۶مه) د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د "مکې د ګډ دفاعي تړون" د لاسلیک کېدو هرکلی کړی او دا یې د سیمه ییزې دفاعي همکارۍ لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ټرمپ د تروټ سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي ، "زه ډېر خوښ یم چې سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په پای کې او په دې وروستیو کې د مکې ګډ دفاع تړون لاسلیک کړی دی."

هغه زیاته کړه: "دا ښیي چې څنګه منځنی ختیځ سره متحد کېږي او هېوادونه به بلاخره وکولای شي چې په ډېر معنادار ډول د ځان دفاع وکړي."

ټرمپ د تړون د لاسلیک کولو له امله سعودي، ترکیې او پاکستان د مشرانو ستاینه هم وکړه او ویې ویل: "د دریو واړو هیوادونو لويې رهبرۍ ته مبارکي وایم".

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې د مکې د تړون لاسلیکول یو لوی، زړور، او مهم ګام دی.

د مکې تړون د اګست په ۷مه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لخوا لاسلیک شو.

دا تړون په داسې وخت کې لاسلیک شوی چې ایران تر دې مخکې، پر سعودي عربستان په بې پیلوټو الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له دې وړاندې ویلي وو چې انقره، ریاض او اسلام اباد هېڅ کوم ځانګړي هېواد ته د دښمن په سترګه نه ګوري مګر دا چې کوم هېواد دښمنانه اقدام ترسره کړي.

د دې تړون له مخې، پر یوه هېواد برید به پر ټولو دریو هېوادونو برید وګڼل شي.

سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان یو له بل سره هېڅ کومه ګډه پوله نه لري، خو دا درې واړه هیوادونه له ایران سره یا ځمکنۍ یا سمندري پوله لري.

ترکيه د ناټو غړې ده او په چټکۍ سره خپلو پوځي صنایعو ته وده ورکوي.

پاکستان اټومي وسلې لري او د ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ پر مهال یې د ایران له راکټي برید وروسته د سیستان او بلوچستان ولایت پر ځینو برخو بمباري کړې وه؛ د ایران رهبرانو ددغو بریدونو په اړه چوپتیا غوره کړه.

په ورته وخت کې، ترکیه ویلي چې تمه کیږي مصر به هم د مکې امنیتي تړون کې شامل شي. مصر د عربي هیوادونو په منځ کې تر ټولو لوی پوځ لري.