د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ پر روانې جګړې کلکه نیوکه کړې او ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي جوړجاړی نه غواړي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۵مه] د نیوزمکس د ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې زېلنسکي له پوتین [ویلادمیر پوتین، د روسیې ولسمشر] او پوتین له زېلنسکي نه کرکه لري.
ټرمپ زیاته کړه: "زېلنسکي زموږ لپاره د معاملې لپاره وړ سړی نه دی. که دوی په پای کې کوم ډول جوړجاړی کوي، نو له هغه سره به یې ونه کړي. هغه جوړجاړی نه غواړي. هغه وايي چې جوړجاړی غواړي خو په حقیقت کې داسې نه ده."
تر دې مخکې، ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت راسېدلی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي ویلي چې که روسیه د ۶۰ ورځو لپاره بریدونه ودروي نو هغه به په اوکراین کې ټاکنې ترسره کړي. مسکو دغه غوښتنه رد کړې او ویلي چې یوازې د ټاکنو په ورځ به بریدونه ودروي.
له بلې خوا، زېلنسکي د فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره د یوې مرکې په ترڅ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ویلي چې هغه د روسیې د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو د مخنيوي لپاره مؤقتي اوربند پای ته رسولی او کییف به د روسیې د انرژۍ پر اهدافو خپل بریدونه بېرته پيل کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د روانې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې روسیې او اوکراین د "انرژۍ پر اوربند" موافقه کړې چې موخه یې د دواړو هېوادونو لخوا د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو ځنډول دي.
د روسیې د ریازان سیمې والي پاول مالکوف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د ډرون په برید کې ددغې سیمې د تېلو په یو چاڼځای کې اور بل شوی دی.