د ترکیې د پارلمان یو غړي د هغو اتو افغان کډوالو د مړینې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې، چې د شنبې په ورځ یې جسدونه وموندل شول.
د ځایي رسنیو د راپور له مخې، د اتو کسانو جسدونه چې اټکل کېږي غیرقانوني کډوال وي، د ترکیې د وان ولایت په یوه سیمه کې، چې ایران له پولې شاوخوا درې کیلو متره لیرې ده، موندل شوي وو. لومړني څېړنې ښي چې په مړیو د تشدد کومې نښې نه لیدل کیږي . د دې کسانو اوسط عمرونه د ۲۰ تر ۲۵ کلونو ترمنځ اټکل شویدي او احتمال شته چې د کسان سختې یخنۍ له امله مړه شوي وي. د وان وکيلانو ټولنې د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې اته واړه مړه شوي کسان افغان کډوال دي او وې ويل چې په دې اړه قضایي څېړنې روانې دي.
گلجان کاچماز سایییت، چې د ترکیې پارلمان کې د وان ولایت د خلق دیموکراتیک ګوند استازی دی ،د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ته استولي لیک کې د دې مړیو په اړه د پلټنونه غوښتنه کړې او ویلي چې دا موضوع یې پارلمان ته هم رسولې. هغه په دې پوښتنلیک کې د کورنیو چارو وزارت څخه د دې کسانو تابعیت او د مرګ علت پوښتلی او همدارنګه د دې موضوع په اړه د قانوني تحقیقاتو د پیل او پرمختګ په اړه معلومات غوښتي دي.
.
ترکېې د پارلمان نوموړي غړي همدارنګه د ترکيې د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې د کډوالو احصایې وړاندې کړي چې له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه په وان ولایت کې څومره کډوالو د بیرته ستنیدونکو په مرکزونو کې ساتل شوي دي؟.ښاغلي کاچماز سای یییت دا معلومات غوښتې دي څومره کډوال له ۲۰۲۰ کال څخه راپه دې خوا له ایران څخه ترکيې ته داخل شوي، او همدارنګه څومره کډوال له دې هیواد څخه ایستل شویدي ..
هغه همدارنګه له دې وزارت څخه غوښتنه کړې چې د انسان پلورنې پر ضد د مبارزې او د کډوالو د حقوقو د سرغړونو د مخنیوي په اړه په سرحدي سیمو کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه هم بشپړ حال ووايي .تر دې دمه په ترکیې کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو حکومت یې استازي یې چارې مخې ته وړي، لا څه نه دي ویلي.په دې وروستیو کې ترکیې ته د افغانانو تګ راتګ زیات شوی او زیاتره افغان کډوال، چې اروپا ته تګ غواړي، د ترکیې لار غوره کوي