د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي پر داسې یو پلان کار روان دی چې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نور هېوادونه هم شامل شي.
فیدان د دوشنبې په ورځ (اګست ۳۱مه) ددغو دریو هېوادونو ترمنځ د ګډ دفاعي تړون د لومړنۍ کاري غونډې وروسته خبرې کولې.
په دغه غونډه کې چې د ترکیې په استانبول کې جوړه شوې وه، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو برخه اخیستې.
په استانبول کې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د ګډ دفاعي تړون لومړنۍ کاري غونډه
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روانې اګست میاشتې په اوومه د مکې په ښار کې د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړ.
سمدستي په دغه تړون کې د احتمالي شمولیت لپاره د نورو هېوادونو نومونه ندي اخیستل شوي، خو تر دې وړاندې په تړون کې د مصر د احتمالي شمولیت یادونه شوې ده.
ترکیه، چې د ناټو دوهم ستر پوځ لري، ویلي دي چې له اټومي وسلو لرونکي پاکستان او د نفتو له مخکښ صادرونکي سعودي عربستان سره یې دا تړون د پراختیا لپاره لاسلیک کړی دی.
ترکي مقاماتو همدارنګه ویلي چې د دې تړون موخه دا نده چې د موجودو ایتلافونو ځای ونیسي.
متحدو ایالتونو د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د ګډ دفاعي تړون هرکلی کړی او دا یې د سیمه ییزې دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.