ارګ:د ترکمنستان د بریښنا پروژه مارشال فهیم منظوره کړې

د ۵۰۰کیلو واټه برېښنا دغه پروژه د افغانستان پر پلخمري ننوځي او پر ارغندي ختمیږي

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ یو کمیسیون وټاکه چې د بامیان یا سالنګ له لارې د ترکمنستان د بريښنا د پروژې د تطبیق پر سر پېدا شویو ناندریو ته حل ولټوي.

په لاسلیک شوي قرارداد کې له ترکمنستان نه برېښنا باید د سالنګ پر لارې افغانستان ته انتقال شي، خو یو شمېر اعتراض کوونکي، چې اکثریت یې هزاره ګان دي، ټېنګار کوي، چې باید د برېښنا مزي د بامیان له لارې تېر شي.

د ارګ اعلامیه وايي چې د نوي ټاکل شوي کمیسیون تر ارزونې پورې به د دغې پروژې تخنیکي کارونه تر شپږو میاشتو بند وي. د کمیسیون مشر محمد همایون قیومي دی او ۱۲ نور غړي یې د کابیني وزیران، د پارلمان وکیلان او سیاستوال دي.

د ۵۰۰ میکاواټه برېښنا دغه پروژه له منځنۍ اسیا نه له تېرېدو وروسته، د افغانستان پر پلخمري ننوځي او پر ارغندي ختمیږي.

ارګ وايي ولسمشر غني د ملي شورا استازو ته وویل، چې دا تړون درې کاله مخکې د افغانستان د برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان په وړاندیز د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم لاسلیک کړی و.

په دغې غونډې کې اجرايي رئیس عبدالله عبدالله هم وویل، چې باید هېڅوک د ملي یوالي حکومت د پروژې د انتقال د لارې پر ټاکل کېدو او نه ټاکل کېدو ملامت نکړي.

هغه وايي چې اوسنی حکومت یې د لارې په ټاکلو او نه ټاکلو کې هېڅ رول نلري. د ارګ اعلامیه وايي ولسمشر غني ویلي چې په دې اړه به ټول اسناد د دوشنبې په ورځ ملي شورا ته وسپارل شي.