اچین کې د داعش وسله والو بیا پر حکومتي پوستو برید کړی

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرته ده چې د نږدې اتو میاشتو را هیسې داعش ډلې په کې فعالیت پیل کړی

سیمه ییز چارواکي وايي، د اسلامي دولت د ډلې یا داعش وسله والو د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغان امنیني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ددغه ډلې دولس غړي وژلي او پنځه نور یې زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې برید نن سهار درې بجې د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو په سیمه کې شوی دی.

هغه وايي په حکومتي پوستو باندې په شوي برید کې د ملي اردو درې سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، حکومتي ځواکونو کلک مقاومت کړی او داعش ډله یې په شاه تنبولې، خو لاهم جګړه پوره نه ده ارامه شوې.

د عبد الخېلو هغه سیمه ده، چې د داعش وسله واله ډله یې په ډېرو سیمو کې حاکمه ده او راکوزې سیمې یې د حکومتي ځواکونو د جګړې لمړۍ کرښه ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په دې جګړه کې د دوی سرتېرو یو شمېر وسلې هم نیولي دي.

تر اوسه د داعش ډلې ددغو جګړو او بریدونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې داعش ډلې د عبد الخېلو په راکوزې سیمې لرګوشې کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي دي.

دوی وايي، چې لاهم خال خال ډزې کېږي خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

دغه ځايي اوسېدونکي وايي، چې حکومتي ځواکونه، په زړو مورچلو کې ناست دي او نوره سیمه داعشیان کنټرولوي.

د ننګرهار اچین یوه له هغو ولسوالیو ده، چې د داعش ډلې تر حضور را په دې خوا پکې ملکي وګړو سخت ځاني او مالي زیانونه لیدلي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ولسي وګړي پر حکومت غږ کوي، چې د داعش ډلې پر ضصد پیل شوي عملیات دې ګړندي کړي که نه د دوی ژوند به لا نور وګواښل شي.