په نایجر کې چارواکي وایي د هیواد په جنوب کې په یو ابتدائیه ښوونځي کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۲۵ ماشومان مړه شوي.
د نایجر د وزیرانو شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په اور کې ۱۴ ماشومان ټپي شوي هم دي چې د پنځو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی.
دا پیښه د مرادي په ښارګوټي کې شوې چې د پایتخت نیامي نه ۶۰۰ کیلو مټره ختیځ خوا ته پروت دی.
په مرادي کې د پیښې له کبله درې ورځي ماتم اعلان شوی.
د پوهنې سیمه ایز چارواکي وایي تر اوسه نده معلومه چې په ښوونځي کې دا ور څنګه لګیدلی.
دا لومړي ځل ندی چې په نایجر کې چې افریقا د لویې وچې په لویدیځ کې پروت دی د ماشومانو په ښوونځي کې اور لګیږي. د همدې روان کال د اپریل په میاشت کې هم په یو ښوونځي کې اور لګیدو ۲۰ ماشومان مړه کړي و.
د دغو دوو پیښو نه وروسته د نایجر د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې تر دې وروسته باید د ابتدائیه ښوونځيو په چتونو کې هغه ډول لرګي ونه کارول شي چې په آسانۍ اور اخلي.