سوریه کې دوه ترکي عسکر وژل شوي

ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې په سوریه کې نظامي مداخله وکړله.

د ترکیې د دفاع وزارت وایي دوه عسکر یې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې وژل شوي او دوه نور یې ټپي شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې "ترهګرو" د فرات سپر په سیمه کې د شنبې په ورځ په موټرو برید کړی خو دا یې ندي ویلي چې دا برید کومې ډلې کړي. په اعلامیې کې ویل شوي چې په ځواب کې د ترهګرو په مرکزونو بمباري شوې.

ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې په سوریه کې نظامي مداخله وکړله او د "فرات سپر" په نامه نظامي عملیات یې د اسلامي دولت یا داعش او کردي ملیشو پر ضد پخپل جنوبي سرحد کې پیل کړل.

د فرات سپر په چوکاټ کې د سوریې د جرابلس او ال باب سیمې شاملې دي چې دواړه یې د ترکیې سره په ګډه پولې پرتې دي.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې برید د ال باب په سیمه کې شوې. د دې سیمې ډیرې برخې د ترکیې په لاس کې دي او ګڼ شمیر پوځ یې پکې ځای پر ځای کړي.

د YPG په نامه د سوریې د کردي ملیشو ډله د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو متحده ده خو انقره دا ډله د کردانو د کارګر ګوند برخه بولي چې د کالونو راپدیخوا د ترکیې په خلاف جګړه کوي.

د ترکیې تر څنګ د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحاد د کردانو د کارګر ګوند (PKK) چې د کردانو بیلتون غوښتونکو ډله ده، ترهګره ډله بولي.

ترکیې د خپلو سرحدي سیمو نه د کردي ملیشو د ځپلو او سوریې د یاغیانو سره د ملاتړ په خاطر څول ځله په سوریه کې نظامي مداخله وکړله.