افغانستان کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي

اوس مهال افغانستان کې شاوخوا اته زره او څلور سوه امریکايي سرتیري په دنده بوخت دي.

د قاطع ملاتړ ځواکونو قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، نن د جمعې په ورځ ( وري ۲مه) په افغانستان کې دوه امریکايي سرتیري د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په اعلامیه کې د عملیاتو د بڼې او ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا اعلامیه وايي، چې د امریکا د دفاع وزارت پالیسۍ له مخې به د دغو وژل شوو سرتیرو نومونه تر ۲۴ ساعتونو پورې اعلان نه شي.

افغانستان کې د یو کم شمیر امریکايي ځواکونو پرته د قاطع ملاتړ ځواکونه افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې په دنده بوخت دي.

په افغانستان کې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا اولس زره سرتیري په دنده بوخت دي، چې د دغې ډلې شاوخوا اته زره څلور سوه یې امریکایي سرتیري دي.

د رپوټونو له مخې په ځانگړې توگه د icasualties په نامه ویبپاڼې د رپوټ په بنسټ چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د مرگ ژوبلې شمیرې خپروي د ٢٠٠١ کال نه تر اوسه پورې په افغانستان کې ٣٥٦١ بهرني سرتیري وژل شوي چې ٢۴١٩ تنه یې امریکایي پوځیان دي.