د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې په انقرې کې د ناټو د سرمشریزې په څنډو کې د جاپان او کوریا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په نورو هېوادونو کې د کوچنیو اتومي ریکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ یادښت لاسلیک کړ.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې وزیر مارکو روبیو د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر توشیمیتسو موتګي او د کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر چو هیون سره د کوچنیو اتومي ریکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ یادښت لیک لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې ښاغلي روبیو دا درې اړخیز یادښت په انقرې کې د ناټو د سرمشریزې په څنډو کې لاسلیک کړی دی.
په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د همکارۍ دا یادښت زموږ درې اړخیزې امنیتي ګټې پرمخ بیايي او شریکو هېوادونو ته لاره هواروي چې د خپلې انرژۍ امنیتي ضرورتونه پوره کړي. دا یادښت همدغه راز د دریو هیوادونو لپاره داسې فرصتونه په ګوته کوي، چې په ملکي اټومي ډګر کې ګټې تکمیلوي چې د دغو هېوادونو ترمنځ د اړوندو اتومي صنعتونو ترمنځ ګټوره او متقابله همکاري وهڅوي.»
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس، دا درې اړخیزه همکاري به امریکايي، جاپاني او کوریايي شرکتونه په داسې دریځ کې ودروي، چې په سیمې کې خپلو شریکانو ته نورې بدیلې لارې برابرې کړې او د اتومي امنیت، مصونیت او اتومي وسلو د نه خپرولو معیارونو ته په پام سره د خپلې زیاتېدونکې انرژۍ ضرورتونه پوره کړي.
دا یادښت همدغه راز د بېړیو استقرار تقویه کوي، د پروژو د پراختیا خطر کموي، اقتصادي توازن برابروي، خصوصي پانګونه چټکوي، د جوازونو بهیر اسانه کوي او د اکمالاتو کړۍ تامینوي.
د دغه نوښت د تقویې لپاره د امریکا حکومت د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د کوچنیو اتومي ریکتورونو د مسولانه استعمال له څانګې سره د ۱۰ میلیون ډالرو د مرستو ژمنه وکړه چې د انرژۍ د خوندي، باوري او مصون اکمال لپاره د هندو-پاسفیک په سیمې کې له شریکو هېوادونو سره تخنیکي همکاري وکړي.
د همکارۍ د دغه یادښت په لاسلیک کولو سربېره، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د استانبول د همکارۍ نوښت له شریکانو سره هم لیدلي. د استانبول د همکارۍ نوښت په ۲۰۰۴ کال کې د ناټو له خوا د خلیج له هېوادونو سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخولو لپاره جوړ شوی، چې بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات یې غړي دي.
د ناټو سرمشریزه د سه شنبې په ورځ په انقرې کې پيل شو او نن چهارشنبې پای ته رسېږي. په غونډې کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم برخه لري.