ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چین ته خپل درې ورځنی سفر نن جمعه (مۍ ۱۵) پای ته ورساوه چې د دواړو هیوادونو مشرانو دا سفر بریالی او د لاسته راوړنو ډک بللی دی.
په دې سفر کې دواړو مشرانو د تجارت د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون د نړیوالو مسایلو لکه ایران او تاویوان په شان مسایلو بحثونه وکړل.
ولسمشر ټرمپ د خپل سفر په وروستۍ ورځ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدنې پرمهال وویل دا یو بریالی او نه هیرېدونکی سفر و چې د نړۍ پام یې ځان ته اوړلی دی.
نوموړي وویل: "غواړم له تاسې څخه ډیره زیاته مننه وکړم. دا د پام وړ لیدنه وه. فکر کوم ډیر ښه شیان ورڅخه ترلاسه شول. موږ د تجارت یو شمیر غوره قرار دادونه وکړل. د دواړو هیوادونو لپاره غوره... زما په باور، موږ واقعا یو لړ غوره کارونه وکړل. "
ولسمشر ټرمپ په هغې میلمستیا کې چې د چین د ولسمشر شي جینپیګ په کوربتوب جوړه شوې وه وویل، دی او ولسمشر شي دواړه له اټومي وسلو پرته ایران او د هرمز تنګي د خلاص پاتې کیدو په اړه یو ډول نظر لري.
د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل د دواړو لورو ترمنځ د باثباته اقتصادي او تجارتي اړیکو، په ګڼو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا او په منظم شکل د یو بل اندیښنو ته د ځواب ویلو په برخه کې مهم پوهاوی رامنځ ته شو.
که څه هم ولسمشر شي د ایران په تړاو له ولسمشر ټرمپ سره د خپلو خبرو ډیر جزیات خپاره نه کړل خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي "دا جګړه باید هیڅکله نه وای رامنځ ته شوې، د دوام لپاره یې هیڅ دلیل نه شته. "
ولسمشر شي همدارنګه څرګنده کړه چې واشنګټن او بیجینګ د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه د اړیکو او همغږیو د پیاوړي کیدو په برخه کې هوکړې ته ورسېدل. نوموړي وویل دا لیدنه د دوه اړخیز پوهاوي د ودې، د دوه اړخیز باور د زیاتیدو او د دواړو هیوادونو د اوسیدونکو د هوساینې د ښه کولو لپاره ګټوره ده.
ولسمشر شي څرګنده کړه: "موږ د خپلو هیوادونو ترمنځ نوې اړیکې رامنځ ته کړې، ګټورې او ستراتیژیکې اړیکې. کیدای شي وویل شي دا ډیره مهمه لیدنه وه، موږ د همکارۍ په برخه کې د پوهاوي پر ډیرو مواردو موافقې ته ورسیدو. "
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل دواړو لورو ترمنځ نه یوازې پر یو شمیر مهمو مواردو اجماع رامنځ ته شوه بلکې پر ګڼو موارد هوکړه وشوه او ډیر زیات مشکلات هوار شول چې نړۍ او دواړو هیوادونو ته به ډیره ګټه ورسوي.
ټرمپ چین ته د خپل سفر پرمهال له فاکس خبري چینل سره د مرکې پرمهال پرته له دې چې د اختلافي مسایلو په اړه څه ووایي د تجارت په برخه کې د پرمختګونو په اړه وویل: "موږ په ډېرو شیانو خبرې وکړې... موږ یوه ډېره ښه لیدنه درلوده. موږ له هغوی څخه شیان غواړو. یوه خبره چې هغه نن ومنله، دا ده چې هغه به د ۲۰۰ جټ الوتکو فرمایش ورکړي... دا ډېر کارونه دي، ډېر زیات. بوینګ ۱۵۰ غوښتلې، هغه ۲۰۰ وغوښتلې."
بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې په دې سفر کې له ولسمشر سره یوځای وو له ان بي سي سره په مرکه کې ویلي بیجینګ له چین سره د تایوان د یوځای کیدو غوښتنه کوي څو دا ټاپو په خپله خوښه، د ټولپوښتنې او یا هم د زور له لارې له یاد هیواد سره یوځای شي.
روبیو خبرداری ورکړی چې په زور ددې ډول کار کول به بده تیروتنه وي چې ټولې نړۍ ته به ناوړه پایلې ولري. روبیو وویل متحده ایالات د تایوان په اړه خپل دریځ نه بدلوي او نه غواړي دا ډول اخلال رامنځ ته شي.
دا له ۲۰۲۱۷ کال وروسته چین ته د امریکا د یو ولسمشر رسمي سفر دی. د وروستي ځل لپاره ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې یاد هیواد ته سفر کړی وو. ټرمپ خپل چینایي سیال ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر میاشتې په ۲۴ واشنګټن ته راشي. هغه وویل دې سفر ته ډیر لیوال دی.