د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: د تایوان په هکله د امریکا تګلاره نده بدله شوې

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په چین کې دی او د تایوان په هکله چې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ یوه تر ټولو جنجالي او حساسه موضوع ده ، ښایي د چین د جمهور رئیس سره یې خبرې هم کړي وې خو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د تایوان په هلکه د امریکا په تګلاره کې بدلون ندی راغلی.

ښاغلي روبیو په مرکې کې ونه ویل چې د دواړو هیوادونو مشرانو د دې خپلواکې ټاپو په هکله څه ویلي او یوازې دومره یې وویل چې د ټرمپ او شي تر منځ په ملاقات کې د تایوان موضوع یاده شوې.

روبیو ویلي، " مونږ نه غواړو چې هلته کومه بې نظمي وشي، ځکه چې دا به د نړۍ او د دواړو هیوادونو (امریکا-چین) لپاره د بې نظمۍ سبب شي".

په سیمه کې د چین او د تایوان ټاپو مسئله د بیجینګ او واشنګټن پر اړیکو اغیز لري.

د متحدو ایالاتو د "د یو چین پالیسي" چین د یوازِیني قانوني حکومت په توګه پیژني پداسې حال کې چې واشنګټن له تایوان سره غیررسمي ټینګې اړیکې پالي.

متحده ایالات د تایوان سره د ځان د دفاع د وړتیا لرلو په برخه کې همکاري لري او له چین سره ددغه خپلواک ټاپو د ستونزو په سوله ایز حل ټینګار کوي.

خو بل پلو بیا بیجنګ دا یوه بیله شوې او "یاغي" ټاپو بیلي او څو ځله یې خبرداری ورکړی چې که ضرورت یې پیښ شي، په زور به یې ونیسي.

جمهور رئیس ټرمپ چین ته تر روانیدو مخکې خبریالانو ته ویلي و چې نه یوازې پر تایوان به د وسلو د پلور په مسله بلکې د هانګ کانګ د دیموکراسي پلوي ، جیمي لای په اړه چې اوس په زندان کې اچول شوی، هم د چین د چارواکو سره خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG