د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (مارچ۲۵) د تکنالوژۍ او سوداګرۍ یو شمېر مخکښ مشران د ساینس، تکنالوژۍ، تعلیم او نوښت د پالیسۍ په برخې کې خپل سلاکاران وټاکل. دوی به ولسمشر ته په دغو برخو کې سلا مشورې ورکوي.
د ولسمشر د ساینس او ټکنالوژۍ د سلاکارانو د شورا (PCAST) په دغې لومړنۍ ۲۴ کسیزې ډلې کې د مېتا بلټفارم مشر مارک زوکربرګ، د انوېډیا اجراییه رئیس جېنسن هوانګ، د ګوګل شریک بنسټګر سرګي برین، د اېاېمډي مشره لیزا سو، او د اوراکل مشران لاري ایلیسن او سفرا کټز شامل دي.
د دې شورا مشري د سپینې ماڼۍ د مصنوعي ځیرکتیا او کریپټو چارو سلاکار ډېوېډ ساکس او د ساینس او ټکنالوژۍ د پالیسۍ د دفتر رئیس مایکل کراتسیوس په ګډه پرغاړه لري.
سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا شورا د ساینس او ټکنالوژۍ مخکښ شخصیتونه سره راټولوي، چې ولسمشر ته مشورې ورکړي او د امریکا د مشرتابه د پیاوړتیا لپاره سپارښتنې وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې شورا به پر هغو فرصتونو او ننګونو تمرکز وکړي چې نوې ټکنالوژۍ یې د امریکا کارکوونکو ته رامنځته کوي، او هڅه به کوي چې ټول امریکایان د “نوښت طلايي دور” کې پرمختګ وکړي.
تمه ده دا ډله به په منظم ډول غونډې وکړي او ولسمشر ته به هغه علمي او تخنیکي معلومات وړاندې کړي چې د عامه پالیسۍ لپاره اړین دي، چې په کې د امریکا اقتصاد، امریکایي کارګران، ملي او کورني امنیت او نور مهم موضوعات شامل دي.
په دې شورا کې نور غړي هم شته، لکه پانګهوال مارک اندریسن، د ډېل ټکنالوژی مشر مایکل ډیل، د انرژۍ برخې مشران جېکب ډیویټ او باب مومګارډ، د کوینبېس شریک بنسټګر فریډ ایرسام، او نور متشبثین ډېوېډ فریډبرګ او جان مارټینیس.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د دغې شورا لپاره پاتې نور ۱۱ غړي به هم ژر وټاکل شي، او د شورا د لومړۍ غونډې معلومات به وروسته خپاره شي.
تېره میاشت په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا په غونډه کې، کراتسیوس وویل چې د امریکا څلور ستر AI شرکتونه پلان لري چې سږ کال نږدې ۷۰۰ میلیارده ډالر د مصنوعي ځېرکتیا( AI) په زیربناو ولګوي هغه وویل دا اندازه درې چنده زیاته ده له هغې لګښت څخه چې انسان د سپوږمۍ سطحې ته د رسولو لپاره لګول شوې وه.
هغه زیاته کړه: د امریکا د AI پلیټفارمونو له یو میلیارد کاروونکو څخه، تر درې پر څلور زیات کسان د امریکا له بهر څخه کار اخلي.
کراتسیوس وویل چې د امریکا حکومت د AI نړیوال کنټرول په بشپړه توګه ردوي، او خبرداری یې ورکړ چې که دا ټکنالوژي د ادارو او مرکزي کنټرول تر واک لاندې شي، نو روښانه راتلونکې به رامنځته نه کړي.