د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د یو نوي دفتر پرانیستو خبر ورکړ چې د سایبري بریدونو، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له خطرونو او د ایران او نورو مخالفینو له لوري رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې به مبارزه کوي.
د وزارت د ویاند مرستیال، ټامي پیګاټ، وویل دغه نوی دفتر به چې د «راټوکېدونکو ګواښونو اداره» بلل کېږي، د بېلابېلو او څو اړخیزو ګواښونو پر وړاندې د ځواب ویلو مسؤلیت ولري.
هغه په ایکس (X) کې په یوه پیغام کې لیکلي: «دا اداره به نه یوازې د اوسنیو ګواښونو چاره وکړي چې موږ نن په سایبري فضا، فضایي ډګر او حیاتي بنسټونو کې ورسره مخ یو، بلکې هغه ګواښونه به هم په پام کې ونیسي چې په راتلونکو لسیزو کې ورسره مخ کېږو.»
پیګاټ دا څرګندونې هغه مهال وکړلې چې د دې نوښت د پیل په اړه یې د ABC نیوز یو راپور خپور کړ.
پدې راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله لیکل شوي چې د ایران تر څنګ به دا اداره د چین، روسیې، شمالي کوریا او بهرنیو ترهګرو ډلو له نوو ګواښونو باندې هم تمرکز ولري.
د دې ادارې جوړېدل د بهرنیو چارو وزارت د بیا تنظیم د پلان برخه ده چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی و. دا اداره د وسلو د کنټرول او نړیوال امنیت د مرستیال وزیر تر چتر لاندې فعالیت کوي.
تېره اوونۍ، د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې څلور ویبپانې یې ضبط کړي چې د ایران له خوا د «رواني عملیاتو» لپاره کارول کېدل او د رژیم د مخالفینو پر ضد کارېدلي وو.
د عدلیې وزارت د مارچ په ۱۹مه نېټه په یوې اعلامیه کې ویلي و چې دا اقدام د هغو روانو هڅو برخه ده چې هدف یې د ایران له خوا ترسره کېدونکي هکینګ او د پولې هاخوا د ځپنې (سرکوب) شبکې ګډوډول دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه وېبپاڼې د تهران د رژیم له خوا د خبریالانو، د رژیم د مخالفینو او اسراییلي وګړو د ګواښلو لپاره کارېدلې.
همداراز، ډګر جنرال جوشوا راډ، چې د امریکا سنا مجلس په روانې میاشت کې د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) او سایبري قومندانۍ د مشر په توګه تایید کړ، مخکې خبرداری ورکړی و چې د «مخالفینو فعالیتونه زیات شوي» او امریکا له څو اړخیزو او پېچلو ګواښونو سره مخ ده. او دا ګواښونه د دولتونو او غیر دولتي ډلو له خوا رامنځته کېږي.
غه دا خبرې په هغه غوندې وکړه چې د جنوری په ۲۹ په سنا مجلس کې هغه ته د رای ورکولو لپاره جوړه شوې وه. هغه وويل: «دا پېچلي ګواښونه د ارزانه او پراخې ټکنالوژۍ له خپرېدو سره لا زیات شوي، لکه مصنوعي ځیرکتیا (AI)، سایبري وړتیاوې او خودکاره سیستمونه، چې پرمختللې وسلې او امکانات د ډېرو لوبغاړو لاس ته رسوي.»
هغه ټینګار وکړ چې باید «جدي او پرلهپسې څارنه» وشي تر څو د امریکا حیاتي بنسټونه د دښمنو لوبغاړو له خوا ونه نیول شي.
فورم \ دبحث خونه