د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) فاکس نیوز ته وویل چې ښايي چین ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان شوی سفر د ایران د جګړې له امله وځنډول شي.
لیوېټ وویل چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره لېوال دي، خو دا مهال د ټرمپ مسؤلیت دا دی چې د «حماسي غضب عملیات» بریا یقیني کړي.
ټاکل شوې چې دا خبرې اترې په چین کې د مارچ له ۳۱مې څخه د اپرېل تردویمې پورې وشي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د دوشنبې په ورځ CNBC رسنۍ ته وویل که دا غونډه وځنډول شي، لامل به یې دا وي چې ټرمپ غواړي په واشنګټن کې پاتې شي چې د جګړې هڅې همغږې کړي.
د بيسنټ څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې ولسمشر ټرمپ فایننشل ټایمز ته وویل چین باید په هغو هڅو کې برخه واخلي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي تګ راتګ یقیني کوي، ځکه د چین د تېلو ډېره برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.
دا مهمه سمندري لاره د ایران له خوا پر څو بېړیو د بریدونو له امله نږدې په بشپړه توګه بنده شوې ده.
فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې ولسمشرټرمپ ویلي تر سرمشریزې پورې انتظار کول به ناوخت وي.
هغه ویلي: «موږ غواړو له هغه مخکې پوه شو. [دوې اوونۍ] ډېر وخت دی.»
ولسمشر زیاته کړه چې «کېدای شي» چین ته «سفر وځنډوو.»