د امریکا د متحده ایالتونو د مالیي وزیر، سکات بسېنټ، وايي چین ته د امریکا د مالیې وزارت د کارکوونکي د تېرې اونۍ د سفر موخه دا وه چې “اړیکې لا پياوړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ پر مخ بوځي.”
بسېنټ د دوشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل:
“د خپل سفر پر مهال، زموږ ټیمونو زما او د چین د صدراعظم مرستیال، هې لیفېنګ، ترمنځ د امریکا-چین د سوداګرۍ د راتلونکې لوړې کچې ناستې لپاره پر چمتووالي خبرې وکړې.”
هغه دا ونه ویل چې دا سوداګریزې خبرې به څه وخت ترسره شي.
د مالیې وزیر زیاته کړه:
“موږ د دواړو لوریو ترمنځ د دوامدارو رغنده اړیکو په تمه یو، او غواړو چې په راتلونکو اوونیو کې، تر هغې چې زموږ بله مخامخ ناسته رانږدې کېږي، خپل مثبت بهیر روان وساتو.”
بسېنټ د یکشنبې په ورځ وویل چې چین تر دې دمه د هغه سوداګریز تړون خپله برخه عملي کړې ده چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پرې هوکړه شوې وه او ویې ویل چې هغه په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا لپاره د “ډېر قوي اقتصادي ودې” تمه لري.
هغه د فاکس نیوز د “سنډې مارنینګ فیوچرز” پروګرام ته وویل:
“هغوی د سویابین پیرودلو بهیر بشپړ کړی دی.”
د دې تړون له مخې، چین ومنله چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه مټریک ټنه امریکایي سویابین واخلي او چې دا کچه به په ۲۰۲۶، ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو کې ۲۵ میلیونه مټریک ټنو ته ورسیږي.
ولسمشر ټرمپ تېره چهارشنبه د چین له مشر شي جینپینګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو مسایلو بحث وشو. ښاغلی بسېنټ هم په دې اړیکه کې حاضر و.
ولسمشر دا هم یادونه وکړه چې هغه به د اپرېل په میاشت کې د شي جینپینګ سره د خبرو لپاره چین ته سفر وکړي، او تمه ده چې شي جینپینګ به د کال په پای کې امریکا ته سفر ولري.
د نومبر په میاشت کې، سپینې ماڼۍ له بېجینګ سره د یوه پراخ سوداګریز تړون اعلان وکړ، چې د امریکا او چین ترمنځ د عمومي اړیکو برخه وه، او پکې دغه اسیايي ځواکمن هېواد ومنله چې د نورو امتیازونو تر څنګ به زیات امریکایي محصولات واخلي.
فورم \ دبحث خونه