متحده عربي امارات وايي، د دوشنبې په ماښام (د مې ۴مه) يې هوايي دفاعي سيستمونو د ايران له لوري د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو بريد ته ځواب ورکړی، په داسې حال کې چې متحدو ایالتونو د هرمز تنګي له لارې د ایسارو شويو بېړيو د خوندي تېرېدو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.
د اماراتو د دفاع وزارت ويلي، د ايران له لوري توغول شوي درې توغندي يې د خپلو سيمهييزو اوبو پر سر شنډ کړي، او څلورم توغندی سمندر ته لوېدلی دی.
د اماراتو چارواکو وويل، د فجيره د نفتو د صنايعو په سيمه کې د بېپيلوټه الوتکې له بريد وروسته اور ولګېد او اور وژونکو د اور د مهارولو هڅې وکړې.
په دغو بريدونو کې درې هندي وګړي ټپيان شوي دي. د ايران دغو تازه بريدونو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي د سېشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې دا بريد “د نه منلو وړ” وباله.
مودي لیکي: “د هرمز تنګي له لارې خوندي او بېخنډه سمندري تګ راتګ د سيمې د تلپاتې سولې، ثبات او نړيوالې انرژۍ د خونديتوب لپاره حياتي ارزښت لري.”
بلخوا د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ايران پر وړاندې له “پوځي حل لارې” کار وانخلي.
عراقچي د سېشنبې په ورځ د مې میاشتې په ۵مه پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي: “پوځي حل لاره نشته. په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو په مټ د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالتونه او متحده عربي امارات دې محتاط واوسي.”
د ايران دولتي رسنيو د يوه لوړپوړي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تهران د اماراتو د په نښه کولو کوم پلان نه لري.
دا د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند له غځېدو وروسته لومړی ځل دی چې ايران پر متحده عربي اماراتو توغندي توغوي.
متحده عربي اماراتو وویل چې د ایران بریدونه د تاوتریخوالي جدي زیاتوالی څرګندوي او د ځواب ورکولو حق لري.
فجیره د هرمز تنګي په اوږدو کې موقعیت لري، چې دا د منځني ختیځ د تیلو د صادراتو له لارو څخه یوه مهمه لاره بلل کیږي چې د هرمز تنګي له لارې ټرانزیټ ته اړتیا نلري