د بریتانیا پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه کسان یې د لندن په شمال کې د یوې کنیسې د سوځولو د هڅې په تړاو نیولي دي. د لندن د پولیسو په وینا، یو ۱۷ کلن تنکی ځوان او یو ۱۹ کلن سړی د دې پېښې په تړاو، چې د یکشنبې په سهار رامنځته شوې وه، نیول شوي دي.
دغه اورلګېدنه یوازې د لوګي له امله د ودانۍ د دننه یوې خونې ته لږ زیان رسولی او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
پر کنتن یونایټډ کنیسې برید د هغو وروستیو پېښو لړۍ ده چې په ټول لندن کې یهودي مرکزونه په نښه کوي.
د پولیسو او ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې د غزې جګړې ته یې لاره هواره کړه، په بریتانیا کې پر یهودي مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.
د بریتانیا امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی چې ایران هڅه کړې د جنایتکارو نیابتي شبکو له لارې په دې هېواد کې خصمانه فعالیتونه ترسره کړي، او د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې «حرکت احباب الیمین الاسلامیه» د ټولنیزو رسنیو له لارې د ځینو وروستیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د لندن د ترهګرۍ ضد څانګې مشر مت جیوکس وویل چې پولیسو په یهود مېشتو سیمو کې د څارنې لپاره خپل حضور زیات کړی دی.
هغه د «ال بي سي» راډیو ته وویل: «موږ له ډرونونو، موټرسایکلونو، وسلهوالو افسرانو او د ټېزر وسلو لرونکو پولیسو څخه کار اخلو. همدا یوه ګزمه وه چې د کنتن یونایټډ کنیسې پېښه یې وموندله.»
دا نیونې وروسته له هغې ترسره شوې چې د جمعې په ورځ د یهودي ټولنې له یوه سوداګریز ځای سره تړلې د اورلګېدنې بله هڅه هم شوې وه، او همدارنګه تېره اوونۍ دوه نور مشکوک کسان په لندن کې د یوې بلې کنیسې د سوځولو د هڅې په تور نیول شوي وو.
تېره میاشت هم د یهودي رضاکارو بېړنیو خدماتو «هتزالا» اړوند څو امبولانسونه د لندن په شمال کې د ګولډرز ګرین په سیمه کې د یوې کنیسې ترڅنګ درول شوی وو چې اور ورته واچول شو.
پولیسو همدارنګه د جمعې په ورځ په لندن کې د اسرائیل سفارت ته نږدې وروسته له هغه یوه سیمه په موقتي ډول وتړله، چې په انلاین راپور کې ادعا شوې وه چې سیمه په خطرناکو موادو بار د ډرونونو له خوا هدف ګرځول کیږي.
خو وروسته افسرانو اعلان وکړ چې په موندل شويو توکو کې هېڅ زیانمن یا خطرناک مواد نه و.