د بریتانیې پارلمان د اروپایي ټولنې څخه د وتلو لپاره بیا رای گیري کوي

اروپایي ټولنه: که دا توافق مات شي، د یو بل توافق لپاره به فرصت پاتې نه‌ شي.

په پام کې ده چې د بریتانیې پارلمان د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ١٣) په دې رایگري وکړي چې ایا په جزئیاتو باندې د موافقې پرته له اروپایي ټولڼې څخه ووځي که نه.

له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه د بریتانیا د صدراعظمې طرحې بیا هم د دې هېواد په پارلمان کې د ۱۴۹ منفي رأیو په توپیر ماتې وخوړه.

ترزا مې تمه درلوده چې دا ځل به د بریتانیا پارلمان له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو د څرنګوالي په اړه دې طرحې ته مثبتې رأیې ورکړي، خو ۳۹۱ استازو ورته منفي رأیې ورکړې، او ۲۴۲ تنو تأیید کړه.​

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې تر دې مخکې هم له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د څرنګوالي په اړه خپلې طرحې ته د پارلمان د غړو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې ماتې خوړلې وه.

تریزا مې په پارلمان کې د دې طرحې له ناکامېدو وروسته د پارلمان غړو ته وویل چې هغه معامله ومني چې اخر ځل د اروپایي ټولنې سره ترسره شوه.

د صدراعظمې مې د طرحې د ناکامۍ نه وروسته اوس بریتانیه څو انتخابه لري؛

- له اروپايي ټولنې سره له توافقه پرته له دې ټولنې ووځي.

- د مارچ میاشتې ۲٩مه چې له دې ټولنې څخه د وتلو لپاره نهايي نېټه ټاکلې، وېې ځنډوي او یا هم به بیاځلې انتخابات کوي.

- دا هم کېدای شي چې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه یوه بله ټولپوښتنه ترسره شي.

د بریتانیې د اپوزسییون، کارگر گوند مشر جرمي کوربان د پارلمان غړو ته وویل د اروپایي ټولنې څخه د دوو ناکامو رایگرۍ نه وروسته د تریزا مې او د هغې د حکومت وروستۍ ورځې دي.

اروپايي ټولنې مخکې ویلي چې له دې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر موضوع د خبرو وخت پای ته رسېدلی او باید په بریتانیا کې توافق ترلاسه شي.

ځینې وړاندوینې داسې هم ښيي چې ښايي مېرمن مې د درېیم ځل لپاره هم هڅه وکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو یوه بله طرحه وړاندې کړي، خو له دوو پرله پسې ماتو وروسته به هغې ته گرانه وي چې هغه دې په درېیمه طرحه کې بریالۍ شي.