د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایډ میلیبنډ خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې خبرداری ورکړی چې بریتانیا به پر خپله خاوره د ایران سره د تړلیو ډلو له لورې «ګواښونه، وېرونې او دښمنانه فعالیتونه» و نه زغمي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴) په یوه اعلامیه کې وویل چې دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې په نیویارک کې کتلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزیر میلیبنډ په ډاګه کړه چې بریتانیا به پر خپله خاوره ګواښونه، وېرونې او دښمنانه فعالیتونه ونه زغمي او هغه اقدامات یې هم تشریح کړل چې حکومت یې په ځواب کې ترسره کړي دي.»
په اعلامیه کې ویل شوي چې د بریتانیا حکومت پر خپله خاوره د ایران پورې تړلو ډلو له ګواښونو سره مبارزه کوي او د یهودي ټولنې پر ضد د بریدونو په ګډون ددغو ګواښونو پر وړاندې خپل دریځ نه بدلوي.
بریتانیا د جولای په میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران او ورسره تړلې یوې بلې ډلې ملاتړ منع اعلان کړ او تیره اونۍ یې یو شمېر داسې سایبري فعالان د حساسو معلوماتو په غلا کولو تورن کړل چې له ایران سره تړاو لري.
لندن همدارنګه د هغو نیابتي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره نوي قانوني صلاحیتونه کارولي دي چې د دولتونو له لورې یې ملاتړ کیږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې عباس عراقچي د میلیبنډ دغو څرګندونو ته څه ځواب ورکړی دی. ایران مخکې دا خبره رد کړې چې ګواکې له نیابتي ډلو څخه کار اخلي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له عباس عراقچي سره په کتنه کې د منځني ختیځ پر روان وضعیت او د هرمز تنګي پر اهمیت هم خبرې کړې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، میلیبنډ خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته ویلي چې «ایران باید د جګړې د اوږدولو پر ځای د کړکېچ کمولو او ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.»