فرانسه او بریتانیا د جمعې په ورځ په پاریس کې د یوې نړیوالې غونډې کوربهتوب کوي، چې موخه یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د پلانونو پرمختګ دی. دا مهمه سمندري لار د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، کله چې د امریکا او اسرائیلو پوځي عملیاتو ایران په نښه کړل، بنده وه.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوربند د پاتې مودې پورې به د هرمز تنګي له لارې ټولې سوداګریزې کښتۍ "په بشپړه توګه وړیا" تیریږي.
ولسمشر ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې په دې اړه لیکلي چې د ایران بندرونو ته د ننوتلو یا وتلو کښتیو د متحده ایالتونه سمندري بندیز به په خپل ځای پاتې وي.
سره له دې چې د اپریل په اتمه نیټه د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د دوه اونیو اوربند اعلان شو، ایران تر اوسه پورې د اوبو د لارې خپل بندیز نه و لرې کړی.
شاوخوا ۴۰ هېوادونه په دې غونډه کې برخه اخلي، خو امریکا او ایران پکې شامل نه دي. ویل شوي چې واشنګټن به د غونډې له پایلو خبر کړل شي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ د خبرو له پیل وړاندې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې وویل، هغه ماموریت چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ د امنیت لپاره پلان شوی، او "یوازې به دفاعي" وي، یوازې غیر ښکېلو هېوادونو پورې به محدود وي او هغه وخت به پلی شي چې امنیتي شرایط مناسب وي.
د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په یوه اعلامیه کې ویلي، د هرمز تنګي بېقید او شرط او سمدستي بیا پرانیستل نړیوال مسؤلیت دی، څو انرژي او سوداګري یو ځل بیا په ازاد ډول جریان ومومي.
د فرانسې د دفاع وزیرې کاترین ووتغین وویل، اروپایي هېوادونه لکه بلجیم، هالنډ او فرانسه د ماین پاکولو وړتیاوې لري چې د تګ راتګ د خوندي کولو کې مرسته کولای شي.
هغې زیاته کړه چې دا ماموریت به د کښتيو د بشپړ ملاتړه برخمنه بدرګهکولو خدمات وړاندې کړي او هېڅ ډول تهاجمي بڼه به ونه لري، څو خوندي تګ راتګ یقیني شي.
تمه ده چې د جرمني صدراعظم فریدریش مرڅ او د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني په حضوري ډول د پاریس په غونډه کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې اکثره نور هېوادونه به د ویډیو له لارې برخه واخلي.
مرڅ ویلي، جرمني چمتو دی چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته د تګ راتګ د لارو په خوندي کولو کې مرسته وکړي، خو تر ډېره به دا کار د ملګرو ملتونو د ماموریت تر چتر لاندې غوره وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ، د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرې ایویټ کوپر سره د هرمز تنګي کې د تګ راتګ د ازادۍ د بېرته راګرځولو پر عاجلې اړتیا خبرې وکړې.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خوا د تنګي کنټرول "نړیواله باجاخیستنه" بللې او له متحدینو یې غوښتي چې د دې لارې د بیا پرانیستلو کې مرسته وکړي.
ایران د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو له پیل راهیسې تر ډېره د کښتيو پر مخ د هرمز تنګی تړلی دی. د ایران سپاه پاسداران انقلاب ویلي، هر هغه پوځي کښتۍ چې تنګي ته نږدې شي، د تېرې اوونۍ له اوربند څخه سرغړونه بلل کېږي.
له هرمز تنګی څخه د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل او مایع طبیعي ګاز تیریږي.
بریتانیا ویلي چې د جمعې ورځې خبرې به د راتلونکې اوونۍ د څو هیوادونو پوځي پلان جوړونې غونډې لپاره بنسټیز معلومات برابر کړي