بریتانیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د کډوالۍ نوې قانوني لارې پرانیزي

د بریتانیا حکومت غواړي د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره داسې یو پروګرام بېرته فعال کړي چې زیان‌مننونکو افغانو ښځو او نجونو ته بریتانیا ته د تګ خوندي او قانوني لاره برابروي.

ټاکل شوې چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸)، د کارګر ګوند د کلني کنفرانس پر مهال د بریتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام د بیا پرانیستلو اعلان وکړي چې فلسطینیان او د بیړني خوندیتوب د اړتیا لرونکي نور کډوال هم په بر کې نیسي. دغه پروګرام د ۲۰۲۴ کال د دسمبر راهیسې د نویو راجع شویو کسانو لپاره درېدلی و، خو په رسمي ډول نه و لغوه شوی.

د ګارډین د راپور له مخې، د حکومت په لومړني پلان کې به د راتلونکو کسانو شاوخوا څلورمه برخه افغانې ښځې او نجونې او فلسطینیان وي. د نویو کسانو شمېر به په پیل کې محدود وي، له سلګونو څخه به پیل شي او د حکومت په وینا، که د غیرقانوني کډوالۍ کچه راټیټه شي، په راتلونکو پړاوونو کې ښايي څو زرو ته ورسېږي. هر کال به د منل کېدونکو کسانو لپاره یو ټاکلی حد هم موجود وي.

افغان ښځې او نجونې به لومړیتوب ولري

د دې پروګرام له مخې به هغه افغانې ښځې او نجونې چې له ځانګړو خطرونو او زیان‌من حالت سره مخ دي، لومړیتوب ولري. د معلولیت لرونکو کسانو لپاره هم لومړیتوب په پام کې نیول شوی دی.

د احتمالي کډوالو پېژندنه او راجع کول به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR او د کډوالو د مرستې د نړیوالې پروژې IRAP له لارې ترسره شي. هغه کسان چې د بیا مېشتېدو لپاره انتخابېږي، باید د بریتانیا د امنیتي او جرمي سابقې له ارزونو تېر شي.

د کورنۍ نږدې غړي هم کولی شي د پروګرام له لارې د دغو کسانو سره یوځای بریتانیا ته ولاړ شي، خو د کورنۍ د لیرې غړو د یوځای کېدو زمینه به پکې شامله نه وي.

د افغان ښځو وضعیت

د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC د بریتانیا د حکومت د دغه اعلان هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې د بیا مېشتېدو پروګرام باید په پراخه کچه عملي شي.

د دغې کمېټې د بریتانیا څانګې مشرې فلورا الکساندر وویل چې هغه په دې وروستیو کې افغانستان ته تللې وه او هلته یې په مستقیم ډول لیدلي چې افغانې ښځې او نجونې له کومو ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وینا، افغانستان د نړۍ له سختو بشري او لوږې له بحرانونو څخه مخ هیواد دی، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه دوام لري، روغتیايي سیستم له جدي ستونزو سره مخ دی او هېواد لا هم د څو لسیزو جګړو پایلو له کړاو سره مخ دی.

میرمن الکساندر د بریتانیا د بیا مېشتېدو په پروګرام کې د افغان ښځو او نجونو او فلسطینیانو ته د لومړیتوب ورکول مثبت ګام بللی، خو ټینګار یې کړی چې د دې لارې د پام وړ اغېز لپاره باید د منل کېدونکو کسانو شمېر زیات شي.

د دایمي استوګنې په برخه کې توپیر

بریتانیا ته تلونکو کډوالو ته به د بیا مېشتېدو له لارې د دایمي استوګنې لپاره نسبتاً روښانه او چټکه لاره ورکړل شي.

د ګارډین د راپور له مخې، د دې پروګرام له لارې راتلونکو کډوالو ته به د پنځو کلونو وروسته د نامحدودې استوګنې لپاره د غوښتنې زمینه برابره وي.

دا د هغو کسانو له وضعیت سره توپیر لري چې د غیرقانوني لارو، په ځانګړې توګه د وړو کښتیو له لارې، بریتانیا ته داخلېږي. د حکومت د پراخو کډوالۍ اصلاحاتو له مخې، د غیرمنظم لارو راغلو کډوالو د وضعیت د بیا ارزونې موده تر ۲۰ کلونو پورې غځېدلی شي.

د IRC مشرې وویل چې د نویو خوندي لارو له لارې راتلونکو کډوالو لپاره د پنځو کلونو د استوګنې مسیر ساتل مثبت اقدام دی او د هغې په وینا، دغه ثبات د کډوالو د بریالي ادغام لپاره مهم دی.

درې نورې قانوني لارې

د بیا مېشتېدو د پروګرام تر څنګ، د بریتانیا حکومت د کډوالو لپاره د نورو خوندي او قانوني لارو د جوړولو پلان هم لري.

د اکتوبر له میاشتې به خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه وکولی شي د سپانسرانو (کفیل) په توګه د ثبت لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي. په دې کې به ټولنې او پوهنتونونه د کډوالو د کوربه‌توب او د هغوی د ادغام په برخه کې ونډه واخلي. تمه ده چې د کډوالو لومړۍ ډله به د ۲۰۲۷ کال تر مني پورې دغه هیواد ته ورشي.

همدارنګه، د کډوالو لپاره د کار پر بنسټ د سپانسر یوه بله لاره هم په پام کې نیول شوې ده. د دې لارې لپاره به شرکتونه او کار ورکوونکي د ۲۰۲۷ کال له پسرلي څخه د سپانسر کیدو غوښتنلیکونه وړاندې کولی شي. کفیل به د استوګنې، د ټولنې سره د ادغام او د کار موندنې په برخه کې د مرستې مسؤلیت ولري.

د بریتانیا حکومت د جون په میاشت کې ویلي وو چې د کډوالو لپاره د ټولنې، پوهنتون او کار پر بنسټ نوې خوندي لارې به د دغه هېواد د راتلونکي کډوالۍ نظام یوه برخه وي. د حکومت په وینا، د نویو لارو ټول راټک به د بایومتریک، جرمي سابقې او روغتیايي ارزونو تابع وي.

د انګلیس کانال د تګ راتګ ستونزې

د بریتانیا حکومت دغه بدلونونه د کډوالۍ په برخه کې په قوانینو کې د پراخو اصلاحاتو په چوکاټ کې وړاندې کوي. حکومت وايي، د خوندي او قانوني لارو پراخول به له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د جګړو او ځورونې له امله خوندیتوب ته اړتیا لري، خو په ورته وخت کې به د غیرقانوني تګ راتګ او د قاچاقبرانو پر وړاندې اقدامات هم دوام ولري.

د حکومت د پلان له مخې به د بیا مېشتېدو او نورو نویو لارو شمېر په پیل کې محدود وي. د ګارډین د راپور له مخې، د کډوالۍ ځینې کارپوهان او د کډوالو د حقونو ادارې اندېښنه لري چې که د قانوني لارو ظرفیت یوازې سلګونو کسانو ته محدود پاتې شي، ښايي د انګلیس کانال له لارې د غیرمنظم سفرونو پر شمېر د پام وړ اغېز ونه کړي.

د اکسفورډ پوهنتون د مهاجرت د برخې څارونکې مشرې مډلېن سمپشن ویلي چې د دې پروګرام اغېز به تر ډېره د هغو کسانو په شمېر پورې تړلی وي چې بریتانیا ته يې د تګ اجازه ورکړل شي. هغې ویلي، د بیا مېشتېدو پروګرام د غیرمجازو راتګونو د کمولو لپاره د ستراتیژۍ په توګه نه، بلکې تر ډېره د بشري او اصولي ژمنې په توګه مطرح شوی دی.

د بریتانیا د کډوالو شورا هم ویلي چې خوندي او قانوني لارې د قاچاقبرانو د فعالیت د کمولو لپاره مهمې دي، خو د دې لپاره باید زرګونه ځایونه موجود وي، نه یوازې سلګونه.

بریتانیا ته د افغان کډوالو پخوانۍ لارې

د افغانانو لپاره د بریتانیا د بیا مېشتېدو بېلابېل پروګرامونه په وروستیو کلونو کې څو ځله بدل شوي دي. د افغان اتباعو د بیا مېشتېدو پروګرام ACRS د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړۍ نېټه د نویو لارو لپاره تړل شوی و، او د افغان حکومت سره د کارکوونکو د انتقال ځانګړی پروګرام ARAP هم د نویو اصلي غوښتنلیکونو لپاره د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته تړل شوی دی.

خو د بریتانیا د بیا مېشتېدو عمومي پروګرام UK Resettlement Scheme د زیان‌ مننونکو کډوالو لپاره د خوندي او قانوني لارې په توګه لا هم د حکومت په رسمي چوکاټ کې موجود دی. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال په لارښود کې هم دغه پروګرام د نړیوال خوندیتوب اړتیا لرونکو کډوالو لپاره د خوندي او قانوني راتګ یوه لاره بللې ده.

د نوي اعلان له مخې، د همدې پروګرام د بیا فعالېدو تمرکز به اوس په ځانګړې توګه پر زیان‌مننونکو ښځو او نجونو، افغانانو، فلسطینیانو، معلولیت لرونکو کسانو او نورو هغو کسانو لپاره وي چې نړیوال خوندیتوب ته جدي اړتیا لري.

د IRC په وینا، د دې پروګرام پراخول کولی شي افغان ښځو او نجونو ته له هغو خطرناکو لارو پرته د خوندیتوب زمینه برابره کړي چې اکثره کډوال یې د اروپا او بریتانیا پر لور د سفر لپاره کاروي؛ خو دغه اداره ټینګار کوي چې د پروګرام د اغېز لپاره باید د منل کېدونکو کسانو شمېر هم د پام وړ لوړ شي.