د اوکراین چارواکي وایي چې د روسیې په لویدیځ کې یې د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ نهمه) د تیلو په ډیپوګانو بریدونه کړي او د ازوف په سمندر کې یې د تیلو دوه ټانکرونه سوځولي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی وویل چې امنیتي خدمتونو څانګې یې د روسیې د تیلو دوه ډیپوګانې په بې پیلوټه الوتکو وېشتلې دي، چې یوه یې د روسیې د تیور په سیمې کې د کراسنایا زریا په سیمه کې ده او بله یې د ستاورپول په سیمې کې د ستاورپول د تیلو ډیپو ده.
د زیلینسکي په بیان او د اوکراین د امنیتي څانګو په اعلامیو کې راغلي دي چې له دغو دواړو ډیپوګانو څخه لوګي پورته کیدل.
روسیې یې په ځواب کې د ډیزل تیلو صادرات بند کړي دي. د روسیې د صدراعظم مرستیال الکزاندر نواک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا بندیز به د جولاۍ تر ۳۱مې نېټې پورې وي، تر څو د تیلو داخلي مارکیټ ثابت شي.
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو او رسمي اعلامیو په اساس، د روسیې په ډیرو سیمو کې د جون میاشتې راهیسې د تیلو کمی دی.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې تېره ورځ ولسمشر ټرمپ په انقرې کې د ناټو سرمشریزې د غونډې په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل او ویې ویل چې متحده ایالتونه به اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د پیټریاټ هوايي دفاع سیستمونه جوړ کړي.
د کرملین ویاند دمتري پیسکوف وویل چې د متحدو ایالتونو « دریځ یو ډول ناڅرګند» دی، خو په خبره یې د سولې په چارو کې د واشنګټن د تسهیل لیوالتیا «رښتینې» ده.
تر دې مخکې اوکرایني چارواکي ویلي وو چې د دوی بې پیلوټه الوتکو د ازوف په سمندرګي کې د روسیې پر یو شمېر تیل وړونکو کښتیو بریدونه کړي دي، چې هدف یې د روسي ځواکونو د سونګ توکو د بهیر ګډوډول او د مسکو له خوا د اشغال شوې ټاپووزمې کریمیا لا منزوي کول دي.
د اوکراین پوځ د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۹مه) وویل چې د شپې له خوا یې د ازوف په سمندرګي کې پر شاوخوا دولسو روسي تیل وړونکو کښتیو بریدونه کړي دي.
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د ځواکونو قوماندان رابرټ بروودي په ټیلیګرام کې یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې د دغو بریدونو انځورونه ښيي. خو د ویډیو د ثبت ځای او نېټه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز په ټیلیګرام کې ویلي چې یادې کښتۍ د روسي پوځ لپاره د سونګ توکو د لېږد او د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره د نفتو او نورو پټرولیمي محصولاتو د انتقال لپاره کارېدلې.
د اوکراین پوځ ویلي چې په دغو بریدونو کې دوه نورې بیړۍ چې یوه یې د بار وړلو بېړۍ ده، هم په نښه شوي دي.
د اوکراین د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې د ازوف او تور سمندرګي په سیمو کې د په نښه شویو بېړیو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی. په دغو کې ۳۲ هغه تیل وړونکي کښتۍ شاملې دي چې اوکراین یې د روسیې د «غیر قانوني بیړیو» برخه بولي.
د وزارت په وینا، ټولې دغې بېړۍ کریمیا ته د سونګ توکو د رسولو هڅه کوله.
بل لور ته، د روسیې د روستوف سیمې والي ویلي چې د ازوف په سمندرګي کې دوه تیل وړونکې کښتو باندې د اوکرایني ډرونونو تر برید لاندې راغلي، خو مسکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
اوکراین په وروستیو اونیو کې په کریمیا کې د روسیې پر لوژستیکي او انرژۍ زیربناوو خپل بریدونه زیات کړي دي. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د سونګ توکو د کمښت لامل شوي او سیمه ییز چارواکي یې دې ته اړ کړي چې په ټاپووزمه کې بیړنی حالت اعلان کړي.
دغه انکشافات په داسې حال کې کېږي چې روسیې هم د چهارشنبې په ورځ د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه څلور کسان یې ووژل. د روسیې او اوکراین جګړه، چې له څلورو کلونو څخه زیاته موده یې تېره شوې، د ناټو د دې اوونۍ په سرمشریزه کې هم د بحث یوه مهمه موضوع وه