اروپایي ټولنې او اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید ګډ پوځي تړون لاسلیک کړ

د اوکراین په کیف کې د اروپایي ټولنې او اوکراین تر منځ د دفاعي صنعت په تړاو غونډه

اروپایي ټولنې او اوکراین د دفاعي صنعت یوه نوی تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د دواړو لورو د ګډو بې‌پیلوټه الوتکو، یا ډرونونو، د تولید پراخول دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې( اورسولا فون ډېر لاین) د چهارشنبې په ورځ وویل، دا تړون د اوکراین د جګړې له ډګر څخه ترلاسه شوې تجربې او د اروپا د تولیدي وړتیاوو د شراکت او ادغام لپاره جوړ شوی دی.

فون ډېر لاین، چې د اوکراین په کیف کې یې وینا کوله وویل چې دا هوکړه به د ګډ تولید، پانګونې او د دفاعي صنعت د تولیدي ظرفیت د پراختیا ملاتړ وکړي.

اوکراین تر دې مخکې هم له بېلابېلو هېوادونو سره د دفاعي همکارۍ ورته تړونونه لاسلیک کړي دي. د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي درې نور تړونونه هم لاسلیک کړل او ویې ویل چې په دې سره د ورته هوکړو شمېر نهو ته ورسېد.

خو د چهارشنبې تړون لومړنی داسې تړون دی چې د اروپایي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو او دفاعي شرکتونو د همکارۍ لپاره جوړ شوی دی.

ولسمشر زېلېنسکي وویل، اوکراین اوس مهال هر کال شاوخوا لس میلیونه بې‌پیلوټه الوتکې تولیدوي او تمه لري چې د خپلو اروپایي شریکانو په ملاتړ به دا تولید دوه برابره کړي.

زېلېنسکي زیاته کړه چې اوکراین د امریکا په ملاتړ د یوه تړون له مخې د (پېټریاټ) هوايي دفاعي سیستم د توغندیو د تولید وړتیا ته هم نږدې شوی دی.

هغه همدارنګه د اوکراین د لرې واټن د بریدونو دپاره د وړتیاوو د پرمختګ یادونه وکړه، او ویې ویل چې د اروپایي ټولنې سره د ډرون دا نوی تړون به د دواړو خواوو ترمنځ دفاعي همکاري لا پیاوړې کړي.