زېلېنسکي پوتین ته په پرانیستي لیک کې د مخامخ خبرو بلنه ورکړه

پداسې حال کې چې د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو مشرانو د مخالفت سره سره اوکراین ته د مرستې او پر روسیې د بندیزونو لایحه تصویب کړه، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په یو پرانیستی لیک کې د څه باندې څلورو کلو جګړې د ختمولو لپاره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی.

زېلېنسکي دغه لیک د ډیپلوماټیکو لارو له لارې استولی او د امریکا په ګډون یې له نورو هېوادونو سره هم شریک کړی دی. نوموړي په لیک کې د لیدنې لپاره د یوې روښانه نېټې د ټاکلو وړاندیز کړی او سویس، ترکیه او ځینې عربي هېوادونه یې د احتمالي کوربه‌توب ځایونو په توګه یاد کړي دي.

زېلېنسکي لیکلي، "له دې جګړې څخه د وتلو له لارې مه وېرېږئ. که تاسې په شخصي توګه دې پایلې ته ونه رسېږئ چې د دې جګړې د پای وخت رارسېدلی، اوکراین به د خپل بقا لپاره جګړې ته دوام ورکړي. "

هغه ویلي، په داسې حال کې چې واشنګټن د ایران پر شخړې تمرکز کړی، "دا به ناسمه وي چې یوازې انتظار وشي تر څو په اروپا کې جګړه بېرته د امریکا د پاملرنې مرکز وګرځي. "

زېلېنسکي زیاته کړې چې متحده ایالتونه "دا وړتیا لري چې د اوربند د هغې کرښې څارنه وکړي، چې جګړه پکې درېدلې وي. "

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف د جمعې په ورځ تایید کړه چې پوتین ته د زېلېنسکي د لیک په اړه معلومات ورکړل شوي او تمه ده چې نوموړی به د سنټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د جمعې په ورځ پرې څرګندونې وکړي.

دا مطلب هم ولولئ

فریدریش مرز: هیله ده چین د اوکراین د جګړې پر پای ټینګار وکړي

پېسکوف وویل، "موږ د شپې مخکې د لیک لیکلې بڼه [پوتین] ته وسپارله. هغه [پوتین] لیک لوستلی او موږ د نړۍ د مشرانو بېلابېل غبرګونونه هم ورته وړاندې کړل. "

پوتین د پنجشنبې په ورځ په همدې فورم کې ویلي وو چې روسیه د تېر کال په اګست کې په الاسکا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترسره شوې سرمشریزې پر بنسټ جوړجاړي ته چمتو ده او اوکراین باید د هوکړې لپاره دغه تفاهمات ومني.

بل‌خوا، د امریکا استازو جرګې د پنجشنبې په ورځ د ۱۹۵ پر وړاندې د ۲۲۶ رایو په اکثریت د "اوکراین د ملاتړ قانون" تصویب کړ، چې له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې امنیتي او بیارغونې مرستې او تر ۸ میلیاردو ډالرو پورې پورونه اوکراین ته اجازه ورکوي. په دې لایحه کې د روسیې پر مالي بنسټونو، د تیلو او کانونو پر سکتور او روسي چارواکو د بندیزونو طرحه هم شامله ده.

اتلس جمهوري غوښتونکو له ډیموکراټانو سره یوځای د دې لایحې ملاتړ وکړ. په امریکا کې د اوکراین سفیرې اولها ستیفانیشینا دا پرېکړه «یو مهم ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا د اوکراین لپاره د دواړو ګوندونو د دوامداره ملاتړ څرګندونه کوي.

خو د دې لایحې راتلونکی لا هم نامعلوم دی، ځکه په سنا کې یې تصویب ستونزمن ښکاري او ښايي ولسمشر ټرمپ پرې ویټو ولګوي.

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې له خنډ سره مخ دي، جګړه هم دوام لري. د اوکراین د کییف سیمې والي میکولا کالاشنیک ویلي، د جمعې په ورځ د جون ۵مه د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې برید د لبنیاتو پر یوې فابریکې څلور کسان ووژل او اووه نور یې ټپیان کړل.

زېلېنسکي ویلي، روسي ځواکونو د خوراکي توکو زېرمتونونه، پوستي مرکز، امبولانس، ښوونځی او د بندر زیربناوې هم په بېلابېلو سیمو کې په نښه کړې دي.

همداراز، اوکراین او روسیې د جمعې په ورځ هر یوه ۱۸۵ جنګي بندیان تبادله کړل، چې دا د هغو ۱۰۰۰ پر ۱۰۰۰ بندیانو د هوکړې دویم پړاو و چې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوې وه.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، متحده عربي اماراتو د بندیانو په دې تبادله کې منځګړیتوب کړی دی. زېلېنسکي ویلي، اکثره بېرته ستانه شوي اوکرایني بندیان له ۲۰۲۲ کال راهیسې بندیان وو.