د لاس رسي وړ اتصالات

فریدریش مرز: هیله ده چین د اوکراین د جګړې پر پای ټینګار وکړي

د جرمني صدراعظم فریدریش مرز د سې شنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) هیله څرګنده کړه چې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ به د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې خپل نفوذ وکاروي، څو “په اوکراین کې دا جګړه پای ته ورسوي”

هغه زیاته کړه دا هغه جګړه ده چې ګټل یې ناشوني دي.

مرز خبریالانو ته وویل چې جرمني اوس مهال د روسیې او چین ترمنځ په ستراتیژیکو اړیکو کې د “بنسټیز بدلون” تمه نه لري، خو برلین په بېجینګ کې د دواړو ولسمشرانو لیدنه له نږدې څاري.

ټاکل شوې چې ولادیمیر پوتین او شي جینګ پینګ د انرژۍ پر نویو تړونونو خبرې وکړي، چې په هغو کې د "پاور آف سایبیریا" په نوم د ګازو پایپ‌لاین پروژه هم شامله ده.

دغه پروژه به د لوېدیځې سایبریا د یامال ټاپووزمې ګاز چین ته انتقال کړي.

چین لا هم د روسیې د تېلو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد ګڼل کېږي.

په همدې مهال ناټو په استونیا کې د یوه شکمن اوکرایني ډرون د ویشتلو خبر ورکړی دی.

د استونیا چارواکو ویلي، د ناټو د هوايي څارنې یوې جنګي الوتکې هغه اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) ویشتې چې د استونیا هوايي حریم ته ننوتې وه. دا لومړی ځل دی چې په بالتیک هېوادونو کې د هوايي سرغړونو وروسته یو شکمن ډرون ویشتل کېږي.

د استونیا رسنیو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه ډرون د رومانیا یوې F-16 جنګي الوتکې، چې د لیتوانیا په شیاولیايي اډه کې د ناټو د ماموریت برخه ده، ویشتی دی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې روسیې او اوکراین د پولې دواړو غاړو ته پر یو بل د ډرون بریدونه زیات کړي دي.

د روسیې او اوکراین ځواکونو د سې شنبې په ماښام د پولې په اوږدو کې په داسې حال کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل، چې مسکو د اټومي وسلو درې ورځني تمرینات پیل کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیې بیګا شپه څه باندې ۵۰۰ ډرونونه او څه باندې ۲۰ توغندي د هیواد پر بېلابېلو سیمو توغولي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه ملکیان ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې اوکراین د منځني واټن ډرونونو په کارولو د روسیې د پوځي اکمالاتو او هوايي دفاعي سیستمونو په نښه کولو ته زور ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG