خپلو کورنیو سره د اوکرایني او روسي ماشومانو د بیا یو ځاي کولو لپاره د میلانیا ټرمپ هڅه

د متحدو ایالتونو د ولسمشر میرمن میلانیا ټرمپ

د متحدو ایالتونو د ولسمشر میرمن میلانیا ټرمپ له خپلو کورنیو سره د اوکراین او روسیې د ماشومانو د بیا یو ځای کولو هڅه روانه ساتلې او نن هم یې پنځه ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړل.

دا پنځم ځل دی چې میلانیا ټرمپ له خپلو کورنیو سره د دغو دواړو هېوادونو جلا کړل شوي ماشومان بېرته یو ځای کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي: «دا اقدام یو بل ارزښتناک کار دی چې ډاډ ترلاسه شي معصوم ماشومان په خوندي ډول له خپلو کورنیو، ټولنو او خپلو پالونکو سره یو ځای کېدای شي.»

میلانیا ټرمپ وویل: «...هر ځل یو ځای کېدل د دې یادوونه ده چې شفقت، عزت او کورنۍ ان له تورې دورې، یانې جګړې څخه هم تېرېدای شي. زه او زما استازي د روسې او اوکراین له حکومتونو سره کار ته دوام ورکوي چې ماشومان په خوندي ډول خپلو کورنیو او ټولنو ته وګرځول شي.»

میلانیا ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهېسې له خپلو کورنیو سره د دواړو هېوادونو د ماشومانو د بیا یو ځای کولو بهیر پيل کړی او تر دې دمه یې ۳۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین برید وکړ او له هماغه راهېسې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه او ویل کېږي چې ګڼ ماشومان په دغې جګړې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په دغه جګړې کې ډېر ماشومان هم وژل شوي، ژوبل شوي او بې ځایه شوي دی.