د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه یو ځل بیا شدیده شوې او اوکرایني چارواکي وایي د روسیې په تازه بریدونو کې اته تنه وژل شوي چې درې یې ماشومان دي.
د روسیې په بریدونو د ۳۰ نورو کسانو د ژوبل کېدو خبر هم ورکړل شو او په ځینو سیمو کې په لسګونو زرو خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسیې پرې د۷۰ میزایلو او ۲۸۰ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، بریدونه تر ډېره په مرکز کیف او د لویف په سیمې شوې دي.
روسیه وايي ځواکونو یې په اوکراین کې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
اوکراین هم په روسیې باندې بریدونه کړي. روسي مقامات وايي چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دغه هېواد د بنزا په سیمې کې د ویلدبرز په نوم د انلاین پلورنځي یو ګودام اور اخیستی.
چارواکي وايي له دغه برید وروسته یې له سیمې څخه شاوخوا ۲۰۰ کسان اېستلي دي.
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په دواړو هېوادونو غږ وکړ چې جګړه ختمه کړه.
و ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: ««له هغه (زیلینسکي ) څخه غواړم چې دا جګړه ختمه کړي. دا ډېره اسانه خبره ده- زه له دواړو سره تعامل لرم. له ولسمشر پوتین سره تعام لرم او له ولسمشر زیلینسکي سره تعامل لرم. ما هغه ته وویل چې غواړم چې دا جګړه ختمه کړم. دا جګړه ختمه کړئ... تېره میاشت ۲۵۰۰۰ کسان وژل شوي. دا د منلو نه دي.»
میلانیا ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهېسې له خپلو کورنیو سره د دواړو هېوادونو د ماشومانو د بیا یو ځای کولو بهیر پيل کړی او تر دې دمه یې ۳۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین برید وکړ او له هماغه راهېسې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه او ویل کېږي چې ګڼ ماشومان په دغې جګړې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.
فورم \ دبحث خونه