د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د هغه د اړیکو د سلاکار په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس ته یو لیک استولی او په اوکراین کې یې د هوايي دفاع د توغندیو د جدي کمښت موضوع راپورته کړې ده، په داسې حال کې ده چې روسیه پر دغه هېواد د نورو بریدونو ګواښ کوي.
د اوکراین لپاره د روسیې د بالستیک توغندیو د نسکورولو یوازینۍ وسیله د امریکا جوړ شوي د پاتریوت هوايي دفاعي سیسټم توغندي دي.
یو لوړپوړي اوکرایني قوماندان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اوکراین شپږ میاشتې وخت لري څو د جګړې په ډګر کې نوښت بېرته له روسیې واخلي او د سولې په احتمالي خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. هغه وړاندوینه کړې چې له څلورو کلونو څخه د ډېرې جګړې وروسته، یو “مهم بدلون” نږدې دی.
روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له بشپړ یرغل راهیسې ورو، خو دوامداره پرمختګونه کړي، خو سږ کال دغه پرمختګونه ورو شوي او اوکرایني ځواکونه هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې فشار زیات کړي او روسي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي.
اوکرایني لوړ پوړي پوځي مشران وایي ددوي په باور د روسیې پوځ ستړی شوی او د لویو پرمختګونو توان نه لري.
د روسیې پرمختګونه وروسته له هغې نور هم سوکه او ستونزمن شوي چې میلیاردر ایلان ماسک د روسي ځواکونو لپاره د خپل سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټي خدماتو کارول محدود کړل.
په ورته وخت کې، کییف د روسیې پر هوايي دفاعي سیستمونو او لوژستیکي مرکزونو د منځني واټن ډرون بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د روسیې دننه د تېلو او پوځي تاسیساتو پر ضد اوږد واټن بریدونه بریالي شوي دي.
اوکراین د بېپیلوټه ځمکنیو وسایطو او درنو بم غورځوونکو ډرونونو په برخه کې مخکښ دی، په داسې حال کې چې روسیه د فایبر اپټیک ډرونونو په سیالۍ کې مخکې ده، هغه ډرونونه چې د الکترونیکي اختلال له لارې نه شي شنډېدای.