د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه) وویل چې اوکراین به ۲۰ نوې جنګي جټ الوتکې واخلي، او سویډن به په راتلونکی کال کې د ۱۶ زړو ماډلونو الوتکو په برخه کې د اوکراین سره مرسته وکړي.
زیلینسکي وویل چې کییف پلان لري ټول ۱۵۰ هغه جټ الوتکې واخلي او تمه لري چې لومړۍ جنګي جت الوتکې به په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې ترلاسه کړي. زیلینسکي وویل چې اوکراین د اروپايي ټولنې له خوا د ۹۰ میلیارده یورو د پور له بسته څخه ۲.۵ میلیارده یورو (۲.۷ میلیارده ډالر) د دې الوتکو لپاره ځانګړې کړي دي.
د اوکراین ختیځ ښار کراماتورسک، چې هره ورځ د روسي ځواکونو له خوا تر بریدونو لاندې وي، اوس د ډرون ضد په جالونو پوښل کېږي، او د دغو جالونو یوه نوې برخه د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۷مه) نصب شوه.
هغه ودانۍ چې په وروستیو بریدونو کې زیانمنې شوې دي، اوس په کنډوالو بدلې شوې دي. پدې ښار کې د هوايي بریدونو د خطر او خبرداري زنګونه په وار وار غږېږي، چې د ملکي خلکو د ورځني ژوند ستونزې او فشارونه په ډاګه کوي.
د روسیې د یرغل نه وړاندې د کراماتورسک په ښار کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان اوسېدل. خو د جګړې د پیل راهیسې د ښار نفوس دریمې برخې ته کم شوی دی.
کراماتورسک، ښار د “قلعې کمربند” په نوم هم یادېږي چې یوه کلکه دفاعي سیمه ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې تر فشار لاندې، اوکراین او روسیې د یوې ډیپلوماتیکې حللارې موندلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځلې خبرې وکړې خو نتیجه یې نده ورکړې. دا جګړه اوس پنځم کال ته داخله شوې.