اوکراین دپاره د ډیپلوماټیکو هڅو سره سره امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د شپې له خوا د روسیې برید له امله د اوکراین په سوېل ختیځ ښار زاپوریژیا کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د سې‌شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د روسیې د بریدونو پر وړاندې د زاپوریژیا د دفاع د پیاوړتیا لپاره به دغه سیمې ته اضافي ځواکونه واستول شي.

هغه وویل: «د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز سره مو په ګډه د روسیې د بریدونو پر وړاندې د زاپوریژیا دفاعي اړتیاوې بیا وارزولې. زه دې سیمې ته د اضافي ځواکونو پر استولو حساب کوم.»

ځايي اوسېدونکي وايي، پرله‌پسې بمبارۍ د دوی د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

د اوکراین چارواکو همدارنګه راپور ورکړی چې د کییف او زاپوریژیا په ښارونو کې پر پلونو باندې د روسیې بریدونه زیات شوي، چې د تګ راتګ بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی.

بل لور ته ټاکل شوې ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره وګوري. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د اروپا د رول پر سر اختلافات دوام لري.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا لیدنه به د فلوریډا په پام بیچ سیمه کې ترسره شي. دغه کتنه د ټرمپ د وروستي اسیایي سفر پر مهال له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره تر خبرو وروسته کېږي.

ټرمپ څو ځله د ناټو د دفاعي لګښتونو، سوداګریزو تعرفو او له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال د اروپایي متحدینو د نه ملاتړ له کبله پر دوي نیوکې کړې دي.

په ورته وخت کې، د ناټو عمومي منشي مارک روته هڅه کوي د دې پوځي ائتلاف یووالی او له امریکایي ولسمشر سره خپلې نږدې اړیکې خوندي وساتي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې اروپایي هېوادونه د اوکراین د راتلونکي په اړه د امریکا په ملاتړ د روانو مذاکراتو په بهیر کې د پراخ ګډون غوښتنه کوي.

تېره اوونۍ، د ټرمپ ځانګړي استازي او زوم، جېرډ کوشنر وویل، ولسمشر ټرمپ چمتو دی چې د ناټو د پنځمې مادې پر بنسټ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو ورکولو موضوع وڅېړي. خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ټینګار کوي چې اروپا باید د سولې په هر ډول مذاکراتو کې شامله وي.

په همدې حال کې، کړکېچ د اوکراین له پولو هم بهر پراخ شوی دی.

د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس پر روسیې تور پورې کړی چې خطرناک پاروونکي اقدامات ترسره کوي. دا تور وروسته له هغه مطرح شو چې د روسیې توغندي د ناټو غړي ګاونډي هېواد پولنډ خاورې ته واوښتل.

مرتس د دوشنبې په ورځ په برلین کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره په ګډه خبري ناسته کې خبرداری ورکړ چې ناټو به د خپل قلمرو له هرې برخې دفاع وکړي.

هغه وویل: «زه غواړم دا خبره په ډېر وضاحت او څرګند ډول ووایم: روسیه باید سمدستي دا پاروونکي او خطرناک اقدامات ودروي. پولنډ په دې برخه کې زموږ پر بشپړ ملاتړ حساب کولای شي. او که اړتیا پېښه شي، ناټو به، له شک پرته، د خپل ائتلاف د مسؤلیت په ساحه کې د خاورې له هرې برخې دفاع وکړي.»

د جګړې بشري پایلې هم ورځ تر بلې ناوړه کېږي، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې اوکراین له یوه بل سخت ژمي سره مخ دی. د هوايي بریدونو زیاتوالی، د ښوونځیو او وړکتونونو ویجاړېدل او د برېښنا اوږدمهاله پرې کېدل د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۱۴ ماشومان وژل شوي او ۱۰۳۰ نور ټپیان شوي دي. دا په دې معنا ده چې هره ورځ په اوسط ډول له درېیو ډېر ماشومان وژل کېږي یا ټپیانېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې دا کچه په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو لوړه ده.