اوکرایني چارواکو د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸) وویل چې د روسیې له خوا په اوکراین کې په بمباریو کې لږترلږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې، د اوکراین پوځ ادعا کړې چې په وروستیو کې یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرمختګ کړی دی.
پر اوکراین دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې او مذاکراتو ته د لارې هوارولو لپاره په ملګرو ملتونو کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې ډیپلوماتیکو هڅو دوام درلود.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین له وروستیو بریدونو وروسته، د سولې د هوکړې په اړه د چټک پرمختګ امکانات کمزوري ښکاري. په دې کې هغه بریدونه هم شامل دي چې په روسیه کې د وروستیو پارلماني ټاکنو پر مهال ترسره شوي دي.
پېسکوف خبریالانو ته وویل: «اوکراین به د هغو اقداماتو بیه ورکړي چې په تېرو میاشتو کې ترسره شوي دي. دا کار همدا اوس روان دی.»
د جګړې په لومړۍ کرښه کې له تېر کال راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د ځواکونو په موقعیتونو کې ډېر بدلون نه دی راغلی. د دې یو لامل دا ښودل شوی چې په ګڼ شمېر بېپیلوټه الوتکې د سرتېرو خوځښت محدودوي. خو د اوکراین ځواکونو په دې وروستیو کې د جګړې د ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدې لومړۍ کرښې په یوه برخه کې عملیات پیل کړي دي.
بلخوا، د اروپايي ټولنې د دفاع وزیران او لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې راټول شول څو په اوکراین کې د روانې جګړې او له کیف سره د اروپايي ټولنې د دوامدارې پوځي مرستې په اړه خبرې وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د غونډې پر مهال وویل چې اروپايي ټولنه باید د روسیې د هغو بریدونو پر وړاندې لا زیاته بېداره واوسي چې د اروپايي ټولنې ډیموکراسۍ ته متوجه دي.