اوکرایني چارواکو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۳۰) وویل چې ددغه هېواد په پایتخت کیف او شاوخوا سیمو باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په بریدونو کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې روسیې تېره شپه ۱۹۰ ډرونونه او بالستیک توغندي توغولي او له کبله یې د اوکراین په بیلابیلو برخو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او د برېښنا ګڼ تاسیسات زیانمن شوي دي.
د اوکراین صدراعظم سرهې کوریتسکي په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره کړي یو پیغام کې خبرداری ورکړی چې «روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه زیات کړي» او له کیف برسېره په نورو سیمو کې هم د انرژۍ بنسټونه په نښه شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې ۱۵۵ ډرونونه او پنځه توغندي یې شنډ کړي دي.
روسیې منلې چې د شپې له خوا یې پراخ برید کړی او ادعا یې کړې چې په پایتخت کیف کې یې د معلوماتو د زېرمه کولو یو مرکز په نښه کړی چې د اوکراین د پوځ ملاتړ یې کاوه. روسیې همدارنګه منلې چې په خپلو بریدونو کې یې په کیف کې ګڼ بریښنا کوټونه، په اوډیسا کې یو صنعتي پارک او په ایزمیل کې یو صنعتي بندر هم په نښه کړی دی.
ولسمشر زیلینسکي ویلي اوکراین، چې د بالستیک توغندیو د شنډولو په برخه کې د اکمالاتو له کمښت سره مخامخ وو، تازه له خپلو متحدینو څخه د هوايي دفاع نوې مرستندویه کڅوړه ترلاسه کړې ده.
هغه له خپلو متحدینو څخه د دغو مرستو له امله مننه وکړه او د ژمي تر رارسېدو مخکې یې د لا زیات دفاعي ملاتړ او همکارئ غوښتنه وکړه.
په اوکراین باندې د روسیې تازه بریدونو په ګاونډیو اروپايي هېوادونو مالدووا، رومانیا او پولنډ کې هم امنیتي اندېښنې راپارولي دي. په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره ناټو ویلي چې له اوکراین سره به خپله مرسته نوره هم پراخه کړي.