اوکراین د کریمیا پل په نښه کړی؛ د امریکا او اروپا استازي له زیلینسکي سره ګوري

اوکراین د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) سهار وختي د توغندیو په واسطه هغه پل په نښه کړ چې روسیه له اشغال شوې کریمیا سره نښلوي. ددې برید له امله د اورګاډي پټلۍ زیانمنه شوې او د ریل ګاډو تګ راتګ درېدلی دی.

دا په روانه اوونۍ کې پر دغه پله باندې درېیم برید دی.

وروستی برید څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ د چین په شېنزین ښار کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه ترسره کړه. د اوکراین جګړه د اجنډا یوه مهمه برخه وه.

همداراز د پنجشنبې په ورځ د امریکا استازي سټیف ویټکاف او جېرډ کوشنر برلین ته ورسېدل څو د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره د جګړې د پای ته رسولو او اوکراین ته د امنیتي تضمینونو په اړه په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د کریمیا پر پله تازه برید

د اوکراین لوی درستیز په یوه اعلامیه کې ولیکل: «هدف په بریالیتوب سره وویشتل شو، پر پل تګ راتګ بند شوی او د اورګاډي پټلۍ زیانمنه شوې ده.»

اعلامیه زیاتوي چې دغه برید د اوکراین سمندري ځواکونو د ساحلي «نېپتون» توغندويي سیسټمونو ترسره کړی دی. نېپتون د اوکراین جوړ کروز توغندی دی چې تر ټولو ډېر د ۲۰۲۲ کال په ترڅ کې د روسیې د «موسکوا» جنګي بېړۍ د ډوبولو له امله مشهور شو.

د اوکراین دفاع وزارت وویل چې د اورګاډي تګ راتګ له بندېدو وروسته به روسیه اړ شي خپل تېل او مهمات د ځمکې له لارې د جګړې لومړۍ کرښې ته ولېږدوي. وزارت زیاته یې کړه: «زموږ بې پېلوټه الوتکې د دغو بارونو په تمه دي.»

د روسیې د ترانسپورټ وزارت ویلي چې چاته زیان نه دی رسېدلی او د اورګاډي تګ راتګ په موقتي ډول ځنډول شوی دی. د کریمیا لپاره د روسیې له خوا ټاکل شوي مشر، سرګي اکسیونوف وویل چې د ځايي وخت له مخې به د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د اورګاډو خدمات بېرته پیل شي. هغه زیاته کړه: «زموږ د اورګاډي کارکوونکي د دښمن د برید له امله د رامنځته شوې ورانۍ د رغولو لپاره اتلانه هڅې کوي.»

وروسته له هغې چې د اوکراین برید د سړک یوه برخه ویجاړه کړه دغه واټ له سې شنبې راهیسې تړل شوی. روسي چارواکي وایي چې ښايي د پل د بیا پرانیستلو لپاره یو یا دوه میاشتې وخت ته اړتیا وي.

پوتین په شینزین کې خبریالانو ته وویل چې روسیه به غچ واخلي. نوموړي وویل: «موږ به دغو بریدونو ته ځواب ورکړو او زه غواړم ټول په دې خبره ښه پوه شي.» هغه دا هم وویل چې امر یې کړی دغه پل نور د پوځي تجهیزاتو او مهماتو د لېږد لپاره ونه کارول شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا، چین او روسیې مشرانو د اوکراین د سولې په اړه خبرې کړي

امریکایي استازي په برلین کې

ویټکاف او کوشنر، چې د ټرمپ زوم هم دی د پنجشنبې د ماسپښین له یوې بجې لږ وروسته د جرمني د صدارت ماڼۍ ته ورسېدل څو د «د لېواله هېوادونو ایتلاف» په غونډه کې برخه واخلي. تمه کېده چې نږدې ۴۰ استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي چې شاوخوا ۳۰ یې د دولتونو یا حکومتونو مشران دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بریتانیا صدراعظم اېنډي برنهام د اېټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني او د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک هم په دې غونډه کې برخه لري.

کوشنر د غونډې تر پیل مخکې په ایکس کې ولیکل چې لومړیتوبونه د اوکراین او اروپا ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، «د دوامدارې سولې د مهمو عناصرو په اړه د یو واحد دریځ رامنځته کول» او د راتلونکو څو اړخیزو خبرو اترو د اجنډا او بڼې چمتو کول دي.

زیلینسکي بیا په ټلیګرام کې ولیکل: «موږ هر څه کوو ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړو چې اروپا په بشپړ ډول د خبرو اترو په بهیر کې استازولي لري او دا ناستې عملي پایلې ولري.»

په بریدونو کې ملکي تلفات

د اوکراین د خارکیف سیمې په ایزیوم ښار کې د روسیې په یو برید کې د استوګنې پر یوې ودانۍ ۱۶ کسان ټپیان شوي چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي. د سیمې مشر اولېه سینیهوبوف ویلي چې د ودانۍ د زینو یوه برخه هم ویجاړه شوې ده.

د کیف ولایت د بوچا ولسوالۍ کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې یوه ښځه وژل شوې او یو سړی ټپي شوی دی. د سیمې مشر تیمور تکاچینکو دا معلومات خپاره کړي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې د شپې په اوږدو کې ۹۸ بې پېلوټه الوتکې او د بېړیو ضد توغندي توغولي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د روسیې د درې پرله پسې بریدونو له امله د اوډیسا په مرکزي برخه کې څلور کسان ووژل شول او لږ تر لږه اووه نور ټپیان شول.

بل لور ته، د روسیې په کورسک ښار کې د پنجشنبې سهار د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې برید ۱۱ کسان ټپیان کړل. د سیمې والي الکساندر خینشتین ویلي چې یو ۱۳ کلن ماشوم هم د نړېدلو ودانیو له خاورو ایستل شوی او ژغورل شوی دی.